خورا جالبه او مهمه موضوع ده، د ذهنيت په اړه بحثونه او په اړه يې نظرونه د کتابونو تر کچې خبره ده دلته به هڅه وکړو، چې د ذهنيت په اړه عمومي انځور وړاندې د ذهنيت په منفي او مثبت اړخ متمركز پاتې شم.
د نړۍ په تاريخ کې د ولسونو له لوري ستر انقلابونه او په بشري نړۍ کې ستر نوښتونه د ذهنيت زيږنده ده، که د افغانستان تاريخ ته وګورو د ټولو انقلابونو، نوښتونو او تراژيديو او غميزو سرچينه د ذهنيت له ګودره خړوبيږي لکه پاس، چې وويل شول که ذهنيتونه مثبت لوري ته سوق شي نو ستر بدلونونه نوښتونه او پراختياوې پرمختياوې رامنځته کوي که په منفي لوري سوق شي برعکس، چې موږ يې په ګران هېواد کې بېلګې ليدلاى شو.
ذهنيت د تفکر ډول او بينش هم دى خو اصطلاح د تلقي طرز، چې د عنيتونو په وړاندې احساس او اخذ دى.
خو ددې احساس يا د تلقي طرز بڼه په مثبت او منفي جهتونو برابريږي مثبت ذهنيت په کور، کلي، ټولنه او ولس کې د مرفاء او بسيا ژوند لورى ټاکي، چې مثبت ذهنيت د انسان په روان مثبتې اغېزې لري برعكس منفي ذهنيت انسان ته رواني او جسماني اضرارو علاوه ټولنيزې او په ملي کچه ناخوالې تفرقې او بدبختۍ زيږوي د ذهنيت منفي کيدل دي، چې تعصب، کرکې، نفرت، بدبيني او بدبختي ته لار هواروي.
ـــ څرنګه ذهنيت منفي کيږي
1ــ جاه او جلال
2ــ غرور
3ــ بخل
4ــ ناوړه چاپيريال
5ــ فساد
6ــ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ
که د يوې ورځې په اوږدو کې د ذهنيت منفي والى يا خرابوالى و ارزوو د زوى او پلار ترمنځ ذهنيت جوړ ندى ، کليوال او دوکاندار ترمنځ ذهنيت جوړ ندى، ملا او مقتدي ترمنځ ذهنيت جوړ ندى، د ملک او دهقان ترمنځ ذهنيت جوړ ندى همداسې نور ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ
موږ که لږ په دې اړه فکر وکړو نو موږ تاسو ټول د ذهنيت د خرابوالي او منفي والي سره مخ يو همدا د ذهنيت ناسموالى دى، چې بې باوري او پورته يادو شوو مواردو ته زمينه برابروي .
ايا موږ څومره په يو بل باوري يو ؟
ايا دا ټولنه د باور په تار سره پيل شوې ؟
ايا په واقعي ډول انسانان سره پخلا دي که هسې د نورو تړاوونو له مخې په نا صادقانه ډول د يو بل سره دار او مدار لري؟
پورته پوښتنې اساسي ځوابونه غواړي هڅه به وکړو، چې په مختصر ډول يو وړاندې کړو.
لومړى انسان اشرف مخلوق دى تر ټولو مهم ورته د ځان پيژندنه ده يو څو پوښتنې بايد له ځانه وکړو.
زه څوک يم ؟
د څه لپاره دنيا ته راغلى يم ؟
معاملات، اخلاقيات او عبادات مې څه ډول وي او څه ته ضرورت لرم، چې د واقعي انسان په توګه ژوند وکړم ؟
1ــ د مثبت ذهنيت ترويج له کورنۍ پيل په تدريج سره کلى، ټولنې او نورو ولسونو ته:
لطفاً نړۍ مثبته معرفي کړئ د انسان د ګټې په پار يې وګڼئ.
2ـ عينيوتونه ، واقعيتونه په نښه کړئ.
3ــ مثبت ذهنيت وهڅوئ د بېلګې په ډول د اوبو ګيلاس نيم ډک کړئ او له چا وپوښتئ، چې د ګيلاس په اړه يې نظر څه دى طبيعي ده، چې هغه به په ځواب كې ووايي، چې دا ګيلاس نيم خالي دى هڅه وکړئ نيم ډک ګيلاس په اړه يې فکر راواړوى.
4ــ د مسجد ملا امام د مثبت ذهنيت په ترويج کې برجسته رول لري، چې په شرعي لحاظ يې اضرار بيان کړې خلک مثبت فکر کولو ته راوبولي.
5ــ ډاکټر البته د طب ډاکټر څرنګه، چې د يو مريض کلينکي ريکاډ اخلي مهرباني د وکړي د مثبت تفکر په اړه د هم د ناروغ په شفاهي درملنه کې رول ترسره کړي په طبي لحاظ دې منفي ذهنيت اضرار بيان کړي.
6ــ په زده کړييزو مراکزو کې مربيان او ښوونکي زما وړانديز به دا وي که په هر درسي ساعت کې دوه يا درې دقيقې د مثبت ذهنيت په اړه خبرې وکړي او د ټولګيوالو يې عملي بيلګې وغواړي.
7ــ مدني فعالان، ځوانان او مشران د عملي بيلګو په ښودلو سره عملي ګامونه واخلي پورته موارد ځينې يې ډيرې اسانۍ سره په انفرادي، جوړه ييز او ډله ييز ډول ترسره کيداى شي خو ولې ځينې موارد منظم پلان پاليسۍ او روزنيزو وراکشافونو او ټرينينګونو ته ضرورت لري، چې ان شاءلله يوه ورځ به يې عملاً شاهدان ووسو.
ــ په تيرو بحث او نظر د حال خبره او عمل راتلونكي ته پلان او پاليسي موږ تاسو د سوکاله او ښېرازه ولسونو په کتار کې دراولاى شي.
منګلو کې يو وخت د سرک نه غوښتلو ذهنيت خپور وه همداسې د نظام پر وړاندې بغاوت او د ښوونځي نه غوښتل، چې علل او عوامل يې بيل بحث دى.
ولې اوس سرک د نظام څخه ملاتړ او ښوونځى غواړي يا په دې اړه ذهنيت مثبت دى خو په د پخوا څخه په ډير لږ تفاوت سره
که مو ذهنيت مثبت کړ د ټولو بدبختيو کيلي مو تلاسه کړه راځئ نور دا قلفونه خلاصوو .
وروستي