ایریاو یا ریاو ؟

د ایریاو یا ریاو هغه دره چې د ګربت د غره د لړیو په منځ کې پرته ده ، چې د جغتو ولسوالۍ ختیځ لورته خپل شتون راښیي ، مشهور کلي یې ګلستان خېل، بازخېل، حاصل خېل، جبارخېل، بېرانې، شیخان دي، ایریاو او اریاو دواړه هغه نومونه دي، چې په لیکلي اویا په شفاهي ډول پورته ذکرشوې درې ته کارول کیږي.

لومړی- ایریاو د دې نوم جوړښت ته په کتو له دوه کلیموڅخه جوړدی؛ ایرې او او اوبه دي، چې مانا یې د ایرو اوبه یا تورې اوبه دي چې اوس هم د ځینو غرنیو ځنګلونو لکه (نانګه اوغړشتي) د ونو نمونې شته دي، داسې ښکاریږي چې د ځمکې میل ته په کتو دلته پخوا وخت کې ګڼ ځنګلونه وو، د باران اورېدو په صورت کې به له همدې ځنګلزارڅځه چې رطوبت او نورو په لمدوالي به پاڼې اونور څه ورستېدل تورې اوبه  یا د ایرو اوبه را وتلې، چې موږ دغه ادعا د اریوب ولسوالۍ د نومونې سره مسقمیا اړیکه لري ،شاید څه توپیر چې د لفظ له مخې ليدل کیږی هغه شاید د لهجو د بېلوالي له امله وي خو څه مشهابهت چې لیدل کیږي هغه هماغه غوندې غرنۍ جغرافیایي جوړښت لري، خو بد بختانه چې دا ونې له منځه تللې چې په ګاونډ سیمو کې د ونو په نومونو د ځای ځایګي نومونه شته، خویوازې دلته اوس یوازې د نانګه په نوم توررنګه ونې چې د ګیلاس له ونې سره ورته والی لري شته دي، بلخوا هلته تور رنګه ځایونه او د غرو ډډې هم شته د بېلګې په ډول تور غاښي په نوم غونډۍ خوپه هرصورت دلته شک سړي ته دا پیدا کیږي چې دا نومونه د ننګرهار د سره رود د ولسوالۍ اوسیند کوم چې اوبه یې له سرې خمکې په تېرېدو سور رنګ اخلي   او یا هم د هېواد په شمال کې د فاریاب ولایت نومونې ته کوم چې د ((اوبه شوې ځمکې مانا لري ورته وي خو درېغه چې دغه طبعي مېراثونه (ځنګلونه او بوټي ) په سیمه د ساړه اقلیم او د سالمې انرژۍ د نشون له  امله د منځه تللي دي. 

دویم - ریاو : د وردګو اویا هم د سیمې په نورو ځایونو کې د (او) په وروستاړي د ځایونو نومونه شته چې د اوبو په مانا راغلي دي.

  دبېلګې په ډول:
  دواو -دواب -دوه اوبه:  هغه ځای ته چې د سیند د اصلي مسیر سره یې مرستیال سیندونه یوځای کیږي چې پدي نومونه د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د تنګي درې د دواو کلی دۍ چې د شنیزونو د حوزواوبه د چک ولسوالۍ له اړخه راغلو اوبوسره یوځای کوي ، نه تنها دلته همداشان په سمنګانو ولایت کې یوه ولسوالي په همدې نامه ده اوپه کنړکې هم دا نومونه شته ده. 

ارغنداو-ارغنداب ارغنداوبه  : د لغوي اړخه( قهرجنې اوبه )یا (تېزې اوبه ) دا د کندهار ښار ته څېرمه شمال لوېديځ لورته د هلمند د سیند  ۴۰۰کیلومتره په اوږدوالي مرستیال سیند دی، اوس که د ارغنداو کلیمه د سیند د فزیکي مطالعاتو سره پرتله کړو کوم چې د دې سیند د اوبو خوند تریو دی دا به هم تريوې اوبه وي ،سیندونو ډېر پخواني دي ، ډیری لومړي انسانان د سیند په غاړه اوسېدل اوانسانانو ته د د اوبو د اړتیا له مخې لومړی سرچینه اوبه دي ،بیا څښاک ترهرڅه مخکې دی ،له څښاک وروسته زموږ ذایقه ده چې دلته یې تریو خوند څکلی دی ،بل داچې دا سیند د ناور څخه سرچینه اخلي کوم چې دلته د اویازرو کلونو پخواني لوښي موندل شوي دي نو ترټولو ښه نومونه به یې( تریوسیند )وي.

سرخ اب -سرخاو -سرې اوبه : سرخاب هغه لنډ مهالي سیند اوبوته ویل کیږي ؛ د رسوب موادو د شتون له کبله یې رنګ سوروي ، د پسرلي له پيله د هوا  په تودوالي سره  لکه د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د ګلدرې د سیمې  د لکې تیږې ،مینه کوه او سترتنګي د تنګیو په خوړیواو ناونوکې د باران ،ږلۍ ،واورې ،ژغژري  د اوریدو د یخچالونو او د پرتوواورو د ویلې کیدو څخه  منځ ته راځي او  د غویي د میاشتې  د رارسیدو سره یې اوبه کمې یا وچیږي ،د دې لنډمهالي سیند اندازه ،کچه او وخت  هرکال د بیلوبیلو لاملونو له مخې لکه د تودخې درجه،اورښت اود واورې زیرمې ته په کتو کم یا ډير توپیر کوي چې د ډیروالي اولږوالي له مخې يې د کرنیزکښت پوښښ زیاتیږي اوکمیږي. 

د سرخابونونشتون اوکمیدل د وچکالی  د وړاند وینې  نښې بلل کیږي، خو له بلې خوا له د اوبو څخه پوره او اغیز منه ګټه هم  نه اخیستل کیږي.

له پورتنیو څرګندونو د ریاو په بڼه د دې نوم کارونه  چې له دوه کلیمو څخه جوړ دی؛ [ري او اب یا او) کوم چې د (ري) کلیمه هم د زیاتوالي او برکتیا په مانا راغلې ده، او یا اب اوبه دي مانا به یې د اوبو زیاتېدل دي، د همدې ځای اقلیم ته په کتو چې ابادي او وچکالي یې د ژمي او پسرلنیو اورښتونو سره تړلې ده، د ریاو د درې اوبه د سیند اصلي مسیر سره د مني په اخر کې یوځای کیږي چې د نښلېدود نېټه یې تر سړې هوا پورې اړوند ده، که هوا څومره زر سړه شي نو اوبه له اصلي مسیر سره وختي یوځای کیږي، ان تر پسرلی چې د کښت لپاره د اوبو اړتیا حس شي او هوا ګرمه شي، دلته له دوه اړخو اړتیا اوتودخه دواړه د اوبو کچه کموي تنها د هماغه لنډو کلیو محدود شمېر ځمکې اوبوي، دا اوبه په پسرلي کې د واورو او باران اوبه دي چې دا وخت تېزې وي، سور رنګه وي دا به هم هغه د ګلدرې د سیمې سرخ آب وي، خو دلته هم سرخ خاو په نامه یو غرچې  د ګلستان بابا خېلو د زړې کلا د سوېل ختيځ لورته پروت دی، دا هم سور رنګ دی هم شته دی خو دا چې د درې په عمومې خوړ کې د ګلدرې د سرخاو غوندې عین خواص لرې؛ هم ډېرې او هم برکتي دي، خو بل څه چې موږ دا شک تر یقین پورې رسوي؛ د سرخ کول د کلي شتون د درې په کاونډ کې دی او مانا يې هم سره کلا ده ځکه چې ترې چاپېره غونډۍ د سرې خاورې په رنګ دي. 

اوس نو سرخاو، ایریاو،ریاو او اریوب  هغه اوبه دي؛ چې د باراني موسم پر وخت په لنډ مهالي ډول په خوړونو کې بهیږي،  د اورښتونو پروخت  چې کله سطحي جریان منځ ته راځي ، د اوبو حجم زیاتیږي  څرنګه چې نوموړې سیمې غرنۍ  دي  نو سیند  په  دې مرحله کې خپل بستر او اړخونه تخریبوي ، همدا تخریب شوي مواد له ځان سره اخلي او د اوبو بې رنګه  رنګ رنګ پیدا کوي د همدغه رنګونو له مخې ایریاو یا ریاو بلل کیږي.