وېنډوز عامل سيسټم پنځه دېرش کلن شو

1.0 و ېندوز پوره 35 کاله وړاندې (1985 د نومبر په 20) وړاندې شو. وېندوز له پيله تر دې دمه زيات بدلون کړی، چې په لومړيو کې يې د نښلوونکي ګرافېکس اوکلونه وروسته بيا د نړۍ په ښکلې عامل سيسټم واوښت.

وېنډوز 10 له وېنډوز 1.0 سره ورته والی نه لري، خو اوس په بنسټيزو برخو کې لکه ښکتنۍ غورنۍ، تمثالونو، او همدارنګه د ليک ليکنې برخه يې د لومړني وېنډوز جوړښت لري.

په 1.0 وېنډوز کې د موس وړتيا ته اجازه ورکړل شوه، چې د کمپيوټر په جوړښت کې يې بدلون رامنځته کړ؛ له همدې کبله د مايکروسافټ، IBM او اېپل تر منځ سيالۍ پيل شوه. ګټونکی هغه شرکت دی چې کمپيوټر د ټولو وګړو کورو ته ورسوي.