نوې تګلاره چې 99 سلنه پر کرونا د اخته کېدو څخه مخنيوی کوي

د پوهانو په خبره؛ د خولې پرېمينځل په ځانګړو موادو، ماسک، دستکشې کارول او واټن په پام کې نيول 99.9 سلنه پر کرونا د اخته کېدو مخه نيسي.

د Unilever، شرکت پوهان د « Microbac» په لابراټوار کې دې پايلې ته ورسېدل، چې خوله پرېمينځل، ماسک، دستکشې کارول او ټوليز واټن نيول د کويډ 19 څخه د مخنيوي لامل ګرځي.

څېړونکو موندلی د خولې پاکولو مواد د (Cetylpridinium Chloride) 0.7 غلظت لرونکي دي، چې 99.9 سلنه کرونا له منځه وړي.

کرونا ناروغۍ لومړی ځل د 2019 په دسمبر کې د چين په ووهان ښار، چې د هوبئی پلازمېنه ده رامنځته او موده وروسته په نړۍ خپرېدونکې ناروغۍ بدله شوه.