د نشنلیزم په اړه

 نشنلیزم یا له وطن او ملت سره مینه یوه نسبتاً مدرنه سیاسی تیوری ده چې د تاریخ له پلوه دهغه ریښې د فرانسې لوی انقلاب ( 1789 ) ته رسیږی.

هغوی چې نشنلیزم د دین سره په ټکر کي ګڼي اصلاً پر معني یې سم نه پوهیږي. دوی ګومان کوی چې نشنلیزم او تعصب یوه معني لري، خوداسی نه ده نشنلیزم د هر انسان فطرتي او طبیعي پدیده ده، او له هغه ځایه چې اسلام د فطرت دین دی له نشنلیزم یا د انساني فطرت سره کوم ټکر نلري.

کله چي حضرت محمد ﷺ له مکې معظمي څخه مدینې منوري ته مهاجر کیده نو خواشینی و، خپلې سیمې پسې خپه و. د تګ په حالت کي یې ویل که چیرته زه د مکي خلکو په تکلیف کړی نه وي، او زما مخالفت یې نه کولو زه به هیڅ کله له دی ښاره نه وی تللی حال داچې دواړه ښارونه یو وطن و.

 د ملتپالنې وروستی موخه یا ستراتیژیک هدف د ملي واکمنی پر بڼست ملي دولت جوړول او د هیواد د هر اړخیزې سیاسی، اقتصادی او ټولنیزو ارزښتونو او ګټو څخه دفاع ده.البته دا باید په ډاګه شي چې د متمدنې ملت پالنې موخه یو مخ لویدیز پلوه ټولنه جوړول نه ده بلکې د هرې ټولنې د لوړو  ملي، دینې  او کلتوري ارزښتونو پر بڼست او د ملتپالنې د روحیې په اساس د ولس واکې او ملی واکمني ټنګیښت او د ملی ټولنې جوړول دي.

   خلاصه دا چي نشنلیزم قوم پرستي نه بلکه ملت پالنه او هیواد پالنه ده او مخالفت ورسره پاکستانۍ نسخه ده تر څو افغانان د خپل هیواد او ملت سره مینه ونه کړي او دغه عمل ته د ګناه په شکل وګوري