د افغانستان او اوزبیکستان د لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

روهي ( نۍ / ا د لیندۍ)، محمد شاکر کارګر او ورسره پلاوي اوزبیکستان جمهوري دولت ته د رسمي سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دا هوکړه لیک د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس  محمد شاکر کارګر او اوزبیکستان د لومړي وزیر د مرستیال سردار اوکتاموویچ عمر زاکوف په شتون کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي او د اوزبیکستان د لوړو زده کړو د وزیر مجیدوف انعام یوریشیویچ له خوا لاسلیک شو.

ښاغلي شاکر کارګر د افغانستان د خلکو او دولت سره د اوزبیکستان جمهوري دولت له هر اخیزو مرستو مننه وکړه او په دغه هېواد کې د ۹۶ افغان محصلانو د تحصلي اسنادو ستونزو ته د رسېدنې غوښتونکی شو.

همداراز د اوزبیکستان د لوړو زده کړو وزیر د افغانستان دخلکو او دولت سره د همکاریو  د دوام په ټینګار  ژمنه وکړه، چې د افغان محصلانو ستونزو ته به رسېدنه 
وشي