روهي ( نۍ / ۱ د لیندۍ)، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د شنبې سهار پر کابل ښار ۱۴ توغندي ویشتل شوي، چې درې کسان پکې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین پر ټوېټر لیکلي، چې یوشمېر توغندي پر کابل ښار توغول شوي دي.
نوموړی وایي، "نن ګهیځ پر کابل ښار ۱۴ توغندي وتوغول شول، چې له بده مرغه دغه توغندي د لسمې حوزې اړوند چهار کلا پر استوګنیځې سیمې، کوچه طاهري، نعمت پلازا، سلام پوهنتون، ګل سرخ څلور لاره، صدارت څلور لارې، پل باغ عمومي، سپین زر جاده، ملي ارشیف ته څېرمه، لېسه مریم ته نژدې او ۵۰۰ فامیلو سیمو لګېدلي دي. تر اوسه درې هېوادوال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي."
خو د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کی وايي، نننیو توغندي کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵ او د ټپیانو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی. نوموړی وايي دا وروستۍ شمېرې نه دي.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، پر کابل ښار د توغندیو ویشتل د دوی کار نه دی، چې په وینا یې "موږ په ګڼ مېشتو ځایونو ړندو ګوزارونو ته اجازه نه ورکوو."
پر دې سربېره، نن سهار د کابل چهل ستون او ختیځ څرخي پله اړونده یوه سیمه کې پر موټرو پورې نښل شوي ماینونه چاودلي.
په دواړو پېښو کې د امنیتي کسانو موټرونه په نښه شوي. د چهل ستون چاودنه مرګ ژوبله نه لري، خو د څرخي پله چاودنه کې یو کس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د یادو بریدونو پر دوام د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له افغان ولسمشر اشرف غني سره د تاوتریخوالي په کمښت او د سولې لپاره په دوه اړخیزو هڅو هوکړه کړي چې عام خلک د یاد سفر بې پایلې او هیواد کې د تاوتریخوالي او جګړې پیل څخه ویریږي.
وروستي