يتیم

يتيم
لوی خدای جل جلاله فرمايي:
( فاما التيم فلا تقهر)
ترجمه: يتيم ته مه په غوسه کېږئ.
سورة الضحی/ آيت ۹
چاوديدلی پلاستيکي دسترخوان چې د رف د پاسه اېښی و، را ښکته کړ او د سړی ډوډۍ يوه ټوټه چې پکې وه هغه يې ترې را وويسته. خپله برخه يې را واخيسته او د مور برخه يې بيرته په دسترخوان کې تاو کړه او پخپل ځای کې کېښود. د مور څنګ ته ورغی او ور غږ يې کړ: مورې! مورې پورته شه! چې زه ډارېږم. مګر مور يې ځواب ورنکړ. خپل سر يې د مور په سينه کېښود. سينه يې ګرمه وه، بېخي ډېره ګرمه، د تبې او خولې بوی ترې تللو، خو د مور د غېږې په همدې ګرمۍ کې يې هم د ارامۍ احساس وکړ. د مور اواز ته يې چې څو لحظې وروسته به يې الله الله کاوه غوږ نيولی و. د هغو ورځو په فکر کې ډوب شو چې يوه فقيره ښځه (ادې) به يې کور ته د خيرات غوښتلو لپاره راتلله. مور به يې څه ورته ويل او هغې ادې به څو لحظې وروسته اسمان ته وکتل او الله به يې وويل، بيا به دواړو وژړل، پدې حالت کې به يې له یاده وتي وه چې حاجتمند څوک دی او د مشکل حل کولو والا څوک دی. ادې به لاړه،  د ګاونډيانو دروازه به يې ټک ټک کړه او خيرات به يې ترې وغوښت. غني به پخپل لنډ قد دروازه خلاصه کړه او ګرمه ډوډۍ به يې د ادې پلو ته پداسې حال کې ور واچوله چې تف به ترې پورته کېده او بېرته به يې دروازه په ډېرې تېزۍ سره را بنده کړه. ادې به اسمان ته وکتل او الله ناره به يې وکړه. روؤف به د ادې په تقليد اسمان ته وکتل چې امکان دې ولري هغه څه دې وويني چې ادې او مور يې ګوري...
 
د ماښام اذان چې خلک يې د ماښام لمانځه ته وربلل شروع شو...هغه هم هر ماښام له پلار سره جومات ته تللو او پدې کار به يې ځانته ډېر غټ فکر کاوه. مګر دا څووم مسلسل ماښام و، چې د پلار د نشتون تريخوالی يې تجربه کاوه. په همدې فکرونو کې ډوب و چې د مور د سينې نه يې سر را پورته کړ. ناڅاپه يې سترګې د پلار په بوټانو ولګېدې چې بې څښتنه د دروازې په خوله کې پراته دي. د تېر ژوند د خاطرو سيوری يې په ذهن کې انځور شو. د هماغو ورځو په ياد کې چې پلار يې دا بوټان د عبدل کاکا له دوکان نه واخيستل. روؤف ته يې هم يوه جوړه بوټان اخيستي وه، چې يو له هغو يې غني په نهر کې ورته غورځولی و او وروسته له هغې روؤف څو ورځې په چپلکو کې ګرځېده. دا ور ياد شول چې وروسته ددې بوټانو له اخيستلو يې پلار د کريم له دوکان نه غوښه واخيسته، څرنګه چې د لوی اختر شپه وه، نو مور يې له هغې سره يو مزېداره پلاؤ پوخ کړی و، کوم چې په کال کې دوه درې وار نه پيدا کېده.
 
د ګاونډيانو د پيشو د ميو ميو غږ يې د فکرونو دا سلسله ور پرې کړه. سترګې يې د غڼې په هغه سيوري چې د ديوال پر مخ  څو برابره غټ شوی و ولګېدې، سخت ووېرېده او ډېر وحشت وهلی و. ټول بدن يې يخنۍ نيولی او نه پوهېده چې څه وکړي. 
 
د کور له يخې او غمګينې فضا نه ډېر په تنګ شوی و. د وړې کړکۍ څنګ ته ورغی او د ماتې شيشې له شانه يې پدې هيله چې د پلار په شکل سيوری به ووينې چې له ځنګل نه را روان وي. سترګې يې هغې کوچني ځنګل پورې وګنډلې، ولې پرته د کارغانو د هغو اوازونو چې د ونو د سپينو او په واورو ډکو څانګو له شانه د باد غږ سره ګډ راتلل نور څه ونه وليدل. د کلي ټول هلکان خپلو کورونو ته تللي وو.
 
بيا يې هغه صحنه ذهن ته راغله چې د کلي ټول هلکان به اوس د خپلو کورنيو له غړو سره د خوندورو خوراکونو څخه ډکو دسترخوانونو ته ناست وي او وروسته به د ګرمې صندلۍ لاندې د خپلو ميندو او پلرونو سره ويده شي. په غيرې شعوري ډول يې د مور پښې چې له بړستنې نه را وتې وې پټې کړې او په زړه کې يې هيله وکړه چې کاش پلار يې بېرته کور ته راشي. حيران و چې د مريضې مور خدمت او پالنه څنګه وکړي. لرګي خلاص شوي وه، اخره لږ پاتې ډوډۍ يې هم د مور سره ويشلې وه. فکر يې وکړ چې څنګه به وکولای شي چې دا ټول مسؤليتونه په غاړه واخلي او ترې ووځي چې پلار يې په غاړه اخيستي وو.
 
د دروازې د بندېدلو غږ چې د يو هيبتناکه غژ غژ سره يو ځای وه، وې نشوای کولای چې د ډار او لړزې هغه انځور په ذهن کې مجسم کړي، ځکه يې تصميم ونيوو چې بايد پلار بېرته کور ته راولي. د کاله د دروازې ځنځير يې په هغه زنګ وهلي مېخ کې واچاوه چې دده د عمر څو برابره و او نوره يې د هديرې لاره ونيوله.
 
د مازيګر اخرنۍ د لمر ژېړې وړانګې د د ونو په لوړو څانګو چې واورو پوښلې وې پاتې او تور کارغانو د شپې توروالي ته پخپلو پرلپسې غږونو جشن نيولی و، د ونو په لوړو څانګو کې چې واورو سپينې کړې وې په شريکه په نڅا او سندرو ويلو بوخت ول. روؤف د خاورو هغه ډېري ته ورسېده چې د واورو سپين رخت پرې غوړېدلی و، دا قبر له ټولو نه جګ تر سترګو ښکارېده. د پلار د قبر څنګ ته يې ګونډې ووهلې. د پښو او لاسونو ګوتې يې ډېرې يخنۍ بې حسه کړې وې. غريو ونيوو او د پلار د قبر پر سر پرېووت. 
 
د کُرتۍ په پيوند شوي لستوڼي يې خپلې يخې اوښکې پاکې کړې، پلار يې د خاورو تر ډېري لاندې پخپل کوچني او ځورېدلي فکر مجسم کړ چې ارام ويده دی. فکر يې وکړ ممکن وږی شوی وي، يو سوری يې لټاوه چې له لارې يې وشي کولی خپل پلار وويني؛ د يخ وهلو ګوتو پر سر يې د قبر له سره واورې يو خوا کړې او د قبر په تازه خاوره کې يې د سوري کولو هڅه پيل کړه. د ډوډۍ هغه ټوټه يې دوه برخې کړه او د پلار حصه يې په سوري کې ورکېښوده. وړې حشرې له خاورو سر را وويست او ناڅاپه يو تور مخی کارغه چې قاغ قاغ يې کول د ونې له څانګې نه لاندې را والوت او حشره يې په خپله توره مښوکه کې واخيسته، روؤف خپله خوله په هغه سوري ور کېښوده او چغې يې کړې: 
پلاره! زه له کارغانو وېرېږم، راځه چې يو ځای کور ته لاړ شو، نن لرګي هم خلاص شوي کور يخ دی، بېخي ډېر يخ دی، د غني دوی له کور نه د غوښې بوی راتللو، مګر زه يې هيڅ په کيسه کې هم نشوم.
 
هو! رښتيا 
سبا لوی اختر دی مګر زه... زه د مېوې او کلچو په کيسه کې نه يم، نوي کالي هم نه غواړم. پرېږده چې غني مې په بوټانو پسې وخاندي، زه او ته سهار وختي لرګيو راټولو پسې ځو، که چېرته مې په لاسونو کې اغزي هم لاړ شي، ژړا او فرياد نکوم، ژر ژر لرګي ګېډۍ کوم، زه نور غټ شوی يم اوس نو اته کلن هلک يم.
 
رښتيا پلاره!
نن ټوله ورځ په کور کې وم، نه مې له چا سره جنګ کړی او نه له چا سره لاس او ګرېوان شوی يم. ټوله ورځ مې خپل سبقونه تکرار کړي، آيا غواړې چې درته يې ووايم؟ بسم الله الرحمن الرحيم، الحمدلله رب العلمين... قل هوالله احد الله الصمد... قل اعوذ برب الناس ملک الناس...))
 
سبا ورځ لا د جومات فضا هماغسې د خلکو له ګڼې ګوڼې ډکه وه د ( اختر دې مبارک شه، ښه اختر، لوی اختر دې بختور شه) اوازونه وه. چې د کلي يوې ډلې خلکو يوه جنازه په اوږو ايښې او د هديرې په لور روان دي.
 
هديرې ته لا نه وه رسېدلي چې لعل ګل استاد د دوی په لوري ساه نيولی او ډېر خفه را روان دی، خلکو ته په را رسېدو استاد غږ کړ:
ملا صېب! ما دوه قبرونه کيندلي دي.
د څه لپاره؟
 
خپله راشئ او وې ګورئ.
کله يې چې څو قدمه واخيستل او د تازه قبر خواته ور ورسېدل، مخکې لدې چې د روؤف د مور جنازه په ځمکه کيږدي، ګوري چې يو ماشوم پر قبر سر ايښې او روح يې د ارواحو مالک ته سپارلی او پدې حال کې تورو حريصو کارغانو هغه ډوډۍ چې دده په يخ وهلو ګوتو کې وه په ډېر حرص يې پرې ټونګې وهلې.
 
د کلي هوښيارو هلکانو چې د مشرانو سره يې جنازه تر هديرې وړې وه، د روؤف په ليدو يې واړه واړه زړونه ډېر خوږ شول، د روؤف ګرد چاپيره ناست وه او ژړل يې، غني د روؤف لوڅو او سړو وهلو پښو ته ګونډې وهلې وې په سلګو سلګو يې ژړل، له دې وجهې نه چې هغه د روؤف بوټان په نهر کې غورځولي وه او د کلي د نورو ماشومانوسره يې دده له ښکته او پورته منډو خوند اخيسته او څو لحظې يې خندلي وه، د پښېمانۍ احساس کاوه.
 
هغه بل خوا يوه نا پېژانده مرغۍ د قبر د شناختې پر سر ناسته وه، خوله خلاصوله او بندوله، کله  به يې د اسمان په لور کتل. وايې به چې دې هم د ادې په شان الله ويل او ممکن چې د ادې روح و، چې د خپلو سرګردانه او د ژوند د ورکو کوڅو د لوړو او ژورو څخه را خوشې شوې او دلته راغلې وه، چې روؤف يې تر پلاره بدرګه کړي.
___________________________
ليکنه: سلطانه مولانا زاده
ژباړه: رشيد احمد حقپال