ولسي جرګه نن لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایي اخیستو لپاره صندوقونه ږدي

روهي ( نۍ / ۱ د قوس)، ولسي جرګه سبا شنبه لاندې نوماند وزیرانو ته د باور رایې د اخیستو په پار د رایې صندوقونه ږدي.

۱. اسدالله خالد ـ د ملي دفاع وزارت لپاره نوماند وزیر؛
۲. محمد مسعود اندرابي ـ د کورنیو چارو وزارت لپاره نوماند وزیر؛
۳. محمد حنیف اتمر ـ د بهرنیو چارو وزارت لپاره نوماند وزیر؛
۴. نثار احمد فیضي غوریاني ـ د صنایعو او سوداګرۍ وزارت لپاره نوماند وزیر؛
۵. عبدالهادي ارغندیوال ـ د مالیې وزارت لپاره نوماند وزیر؛
۶. فضل احمد معنوي ـ د عدلیې وزارت لپاره نوماند وزیر؛
۷. دوکتور عباس بصیر ـ د لوړو زده کړو وزارت لپاره نوماند وزیر؛
۸. بشیر احمد ته ینج ـ د کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره نوماند وزیر؛
۹. معصومه خاوري ـ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت لپاره نوماند وزیر؛
۱۰. مولوي محمد قاسم حلیمي ـ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوماند وزیر؛

د یادونې وړ ده، چې یادو نوماند وزیرانو د تېرې اوونۍ په درشل کې خپلې کاري طرحې او راتلونکي پلانونه د ملت له استازو سره شریک کړي وو.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201121_060418_517.sdoc-->