د ملګرو ملتونو جینوا کنفرانس اغیز په افغانستان څه کیدای شي؟

روهي (جمعه / ۳۰ دلړم)،  د ملګرو ملتونو جینوا کنفرانس کې به مرستندویان له افغانستان سره مرستې کمې کړي.
 
د ملګرو ملتونو پراختایي پروګرام وایي، د جینوا په غونډه کې به مرستندویان له افغانستان سره مرستې کمې کړي.

 افغانستان کې د «UNDP » استازی وایي، د مرستو د کمولو لامل به دا وي، چې د کرونا وبا له کبله ناورین د مرستندویه هېوادونو خپل اقتصاد ځپلی، خو د افغانستان مالیې وزارت وایي تر اوسه په جینوا ناسته کې د مرستو کمول نه دي معلوم. 
 
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي پر خپل رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې مرستندویه هېوادونه خپلې ډیری سرچینې د کرونا ناروغۍ له امله د منفي اغېزو پر وړاندې پر مبارزې لګوي؛ نو له دې سره به په ژنېف ناسته کې هم له افغانستان سره د کمو مرستو ژمنې وشي. تر دې مخکې هم له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو د کمېدو په اړه بېلابیل راپورونه خپاره شوي؛ خو افغان حکومت لا تر اوسه هم دغه موضوع نه تاییدوي.