فاریاب کې نښته شوي خو مارشال دوستم د طالبانو ضد جګړې سوق او اداره یې په لاس کې اخیستي

روهي ( څلور نۍ / ۲۸ د لړم)، ‏د فاریاب د قرمقول ولسوالۍ امنیه قومندان له خپلو پنځو ساتونکو سره د طالبانو برید کې وژل شوی
 
یوې معتبرې  امنیتي سرچینې ویلي  چې له تېرې شپې راهیسې وسله والو طالبانو د فاریاب پر قرمقول ولسوالۍ پراخ بریدونه پیل کړي چې جګړه کې امنیتي ځواکونو ته زیان اوښتی دی.
 
د سرچینو په خبره مارشال دوستم هم تېره شپه ناوخته له جوزجان څخه د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ته تللی او د طالبانو پر ضد د جګړې سوق او اداره یې په لاس کې اخیستې.