روهي (جمعه/۲۳ د لړم)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تېر ماښام له يو حکومتي پلاوي په مالتيا لوېدېځ هرات ولايت ته لاړ.
نوموړي له هراتيانو سره په خبرو کې د جګړې پر شدت اندېښنه ښوودلې او ويليدي چې جګړه هېڅ ګټونکی او سوله هېڅ بايلونکی نه لري.
عبدالله عبدالله خبرداری ورکړی دی چې که چېرې طالبان د دوی نيت درک نه کړي او په دې فکر کې وي چې له سولې پرته به له بلې لارې حل ته ورسيږي، نو تېروتنه کوي.
که څه هم طالبانو او حکومت مياشتې وړاندې دوحه کې د سولې بين الافغاني خبرې سره شروع خو اوس مهال د سولې خبرې درېدلي او ورسره جګړه شدت پيدا کړی دی.
وروستي