ولسمشر غني: کمانډو ځواکونه د هېواد د زړورو ځوانانو بېلګه ده

روهي (جمعه/۲۳ د لړم)، ولسمشر محمد اشرف غني د کمانډو ځواکونو د ټولي یو تن قومندان تورن کبير جان سره ټلیفوني خبرې وکړې

د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په ارزګان ولایت کې د کمانډو ځواکونو د ټولي یو تن قومندان تورن کبیرجان سره ټلیفوني خبرې وکړې.

په دغه ټلیفوني مکالمه کې جمهوررئیس غني د تورن کبیرجان او د هغه د ملګرو مېړانه او زړورتیا چې د ارزګان ولایت پر دهراود ولسوالۍ د طالبانو د بریدونو په دفع کولو کې یې ښودلې او د دښمن دبریدونو پرشاتمبولو بوخت دي، وستایله.

جمهوررئیس وویل، تاسې د خپل عمل پر نوښت او رهبرۍ سره دښمن ته ماتې ورکړه او د خلکو او عام المنفعه تاسیساتو ساتنه کوئ. هغه زیاته کړه تاسې د هیواد د کمانډو ځواکونو د زړورو ځوانانو روښانه بېلګه یاست.

تورن کبیر په بېلابېلو سطحو په ځانګړي ډول په ټیټو پوړونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو له حاله د ځان خبرولو په خاطر د جمهوررئیس د توجه او همدا راز د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه یې د هغه د څارنې او پاملرنې مننه وکړه.

نوموړي جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې د تېر په څېر یې دښمن ته ماتې ورکړې او اجازه به ورنکړي چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

د یادولو وړ ده، جمهوررئیس به د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې د دښمن پر وړاندې د جنګ په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي، احوال اخلي.