د سپريم نړيوالې لوجستکي شرکت فاونډيشن د افغان کرکټ بورډ سره د ۱۰۰۰ لوبډلو وسايلو مرسته وکړه

 د افغانستان کرکټ بورډ رسنیزه خبرپاڼه:
نن د افغانستان کرکټ بورډ سره د سپریم فاونډیشن ۱۰۰۰ جوړه د کرکټ وسایل مرسته وکړه چې افغان کرکټ بورډ ټول وسایل د افغان کرکټ په ۵زونونو ووشل.
دغه وسایل چې پکې دوه بیټونه، دوه توپونه او یوه جوړه ویکټې بندې وې په ولایتنو کې به د ښونځیو لوبډلو ته د هر زوون لخوا ورکول کیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د سپریم فاونډیشن څخه د هغوی د دوامداره مرستو مننه وکړه، د افغان کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري رسنیو ته وویل ((د سپریم دغه مرسته به د ښونځیو په کچه لوبډلې تشويق او پیاوړې کړي، سپریم د افغان کرکټ د ودې او پرمختګ په ډګر کې مثبت رول لوبولی او موږ ترې مننه کوو)).
 
\"\"
 
د سپریم د بنیاد رئیس سورن هم په دې خبرې غونډې کې ګډون کړی و ښاغلي وویل ((موړ به د کرکټ بورډ سره تل همکار یو او د همدې همکاریو په لړ کې نن موږ افغان کرکټ بورډ د افغان کوچنیانو لپاره ۱۰۰۰ جوړه وسایل تحفه کوو، نوموړي وویل چې سپورتي رقابتونه یو سالم فردي شخصیت جوړوي او د سالم ملت په جوړونه کې هم ډیره مرسته کوي، نوموړي د د افغان کرکټ ملي لوبډلې په اړه وویل چې موږ په افغان کرکټ ملي لوبډله ویاړو، ملي لوبډلې ټولې نړۍ ته وښودله چې زیار کوښښ او حوصله مندي په لرلو سره لوړ هدفونه ترلاسه کولای شي)).
افغان کرکټ بورډ دغه وسایل همدا نن په خبري غونډه کې د زونونو استازو ته وسپارل چې په څو ورځو کې به یې د خپل ولایتونو د ښونځیو په لوبډلو وویشي.
افغان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ په پنځه زونونو ویشلی چې هر زوون ته د ۱۵۰ جوړو وسایلو څخه په زیاته اندازه ورکوي.
د افغانستان کرکټ پنځه زونونو( سپین غر زون، بست زون، بند امیر زون، مس عینک زون، امو زون) دي.