د  افغان کرکټ بورډ خبرتيا

 ټولو رسینو ته خبر ورکول کیږي چې نن د کرکټ بورډ اجرایوي مشر له خپلې دندې استعفا ورکوي او پر ځای نوی د افغان کرکټ بورډ اجرایوي مشر ټاکل کیږي.
هیله ده چې ټولې رسنۍ خپل خبریلان افغان کرکټ بورډ ته نن ( سې شنبه) یوه نیمه بجه افغان کرکټ بورډ ته راولیږئ.
په درنښت
ځای: افغان کرکټ بورډ شش درک د ستاري عالي لیسې ته مخامخ.
وخت: ۲۰۱۱ز کال، جنوري، ۱۱،  د ماسپښین  ۱:۳۰ بجه.
موضوع: د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر له خپلې دندې استعفا ورکوي او پر ځای یې نوی اجرایوي مشر ټاکل کیږي.
دویمه موضوع: په دې خبري غونډه کې د افغانستان د کرکټ غوره لوبغاړی او د ملي لوبډلې لپاره نوی کپتان هم اعلانیږي.