دونالد ترمپ یا جو بایدن!

سږکال د امریکې انتخابات، د نړۍ ډېرو وګړو ته، ډېر په زړه پورې او ډېر مهم برېښېدل. په ځانګړې توګه، ځینو افغانانو، د دغه انتخاباتو پایلو ته، په ډېره بې صبرۍ لحظې شمېرلې.
کېدای شي، ځینو افغانانو د امریکې د اوسني جمهور رىٔیس، دونالد ترمپ بیا انتخاب، د افغانستان په ګټه بللی وي، او ځینو بیا شاید د جو بایدن انتخاب ګټور بللی وي.

د یادولو وړ ده، چې افغانان باید خپل ځانونه نور د دغو غلطو کړنو او فکرونو څخه خلاص کړي، او د خپلو وګړو او ځانونو په هکله، په ډېر غور سره فکر وکړي.

افغانان باید په یاد ولري، چې دوی لومړی مسلمانان، او بیا افغانان دي. دوی باید په هره مسىٔله کې اسلامي او افغاني فکر ولري، او د اسلام په رڼا کې باید د خپل ملک ملي ګټې په نظر کې ونیسي.

هېره د نه وي، چې د زړونو مالک یوازې الله(ج) دی، او د یوه چا اصلي نیت، یوازې الله(ج)، او هم پخپله همغه نفر ته ښه معلوم دی.

نو که چېرې کوم افغان، داسې فکر لري، او د زړه له کومي هغه پدې خاطر، د جو بایدن انتخاب ته خوشحاله وي، چي هغه به امریکایي عسکر له افغانستان څخه ‌ونه باسي، نو دغه ډول افغانان، باید پخپل ایمان او آخرت وډار شي، او باید د خپلې عقیدې په هکله له سره غور وکړي. دا پدې خاطر، چې هېڅ مسلمان افغان باید، د خپل ملک د هر نوع اشغال طرفدار نه وي.

لېکن، متأسفانه، ځینې افغانان، په یوه او بل نامه، د خپل ملک د اشغال طرفداري کوي. دغه ډول افغانان، اشغال ته هر نوع سیاسي پرتوګونه لټوي، او د دوی سترګې به هېڅکله د حقیقت لاره ونه ویني.

که چېرې کوم افغان پدې خاطر، د جو بایدن کامیابۍ ته خوشحاله وي، چې هغه فکر کوي، چې بایدن به امریکایي فوځونه له افغانستان څخه وباسي، او په افغانستان کې به د یوې منل شوې اسلامي او افغاني سولې کوښښ وکړي، نو بیا دغه شانته افغان، یو ریښتینی افغان دی، او د هغو نظر ته باید د قدر په سترګه وکتل شي.

مونږه افغانان باید هر وخت، د اسلام په رڼا کې د خپل ملک ملي ګټې ولټوو، او کوښښ وکړو، چې خپل ملک له هر ډول اشغال څخه پاک وساتو.

نن سبا، متأسفانه، ځینې افغانان شپه او ورځ پدغه لټه کې دي، چې د سولې په وړاندې خنډونه را پیدا کړي. د ځینو افغانانو هیله داده، چې وطن هر وخت اشغال وي، او متأسفانه، ځینې افغانان د اشغال په مرض معتاد شوي دي، او دغه د اشغال په مرض معتاد کېدل ډېر خطرناک دي.

ټولو افغانانو پخپلو سترګو ولیدل، چې ځینو افغانانو د روسي اشغال په وخت کې همدا شان هیلې درلودلې، او د اشغال د دوام لپاره یې هرڅه وکړل، او دغو افغانانو، تر آخرې لحظې کوښښ کاوه، چې روسي اشغال دوام وکړي. لېکن، الحمدلله، روسي اشغالګران، په ډېر ذلت سره وشړل شول.

اوس هم متأسفانه ځینې افغانان، تر آخرې لحظې کوښښ کوي، چې امریکایي اشغال دوام وکړي، او دوی هرې معاملې ته لاس په نامه ولاړ دي. دغي ډلې افغانانو ته، هروخت د غلامۍ ژوند خوند ورکوي.

ډېره د تعجب خبره خو داده، چې دغه ډله افغانان، په ډېره سپین سترګۍ، په هرځای کې، خپل ځانونه وطن پرستان معرفي کوي، او دوی تر اوسه نه پوهیږي، چې دوی له خپل وطن سره، ستره جفاء کوي.
د پام وړ ټکي:
ځینې افغانان به د خپلو شخصي ګټو په خاطر، هره معامله په دواړو سترګو ومني، او هر مسلمان افغان ته اوس بې له شکه څرګنده ده، چې دغه معامله ګر څوک دي. نو هغو افغانانو ته، چې دوی ته اسلامیت او افغانیت تر ټولو شیانو مهم دی، نو دوی باید د الله(ج) په خاطر، او د افغانستان د مظلوم ملت په خاطر، د کمک لاسونه یوبل ته سره ورکړي، او خپل ملک له دغه وژونکي ناورین څخه، د تل لپاره خلاص کړي.

کنه، یو یو به بې عیزته، او وژل کېږو، او بیا به لاسونه ټکوو، او کومه ګټه به نه کوي. یا په بل عبارت، ځینې افغانان دغه غواړي، او دغه د دوی ماموریت دی، چې په افغانستان کې هروخت اور بل وساتل شي، تر څو د دوی شخصي ګټې، او قدرت پکې خوندي وساتل شي.
متأسفانه، ځینې افغانان، خپله سوکالي، د نورو په بدبختۍ کې لټوي، او دوی هر وخت اسلامي او افغاني سوله، د خپل ځان په زیان بولي. دوی ښه پوهیږي، چې که چېرې اسلامي او افغاني سوله راغله، نو بیا به دوی نه وي.

نو له هر هغه افغان څخه هیله کیږي، چې خپل ایمان او آخرت، د دغه افغانانو دپاره خوار نکړي، او د دوی له ناحقه طرفدارۍ څخه لاس په سر شي.

الحمدلله، په افغانستان کې تر اوسه پورې داسې مشران شته، چې دوی ته اسلامیت او افغانیت تر ټولو شیانو اولیت لري، او دغه یې په عمل کې هم ښودلې ده. نو ټولو بادرده افغانانو ته لازمه ده، چې د دغه اسلامي او افغاني محور په شاوخوا کې سره راټول او متحد شي، او دغه معامله ګرو ته، په مخ کلکې غبرګې څپړې ورکړي.

په پای کې په ډېره عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې، الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العٰلمین.
همدارنګه، الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي.