له ځانه ناراضه ‎

هرې شېبې خپل خوند ورک کړی، هرې خواته د وینو بوی دی. انسان ته د درناوي او اشرف مخلوقاتو کلمې کارول له ورکې سره مخ دي. هر څوک ځان جایز بولي د باطل غولی ټول دی. فردي نقد له دې زاویې روان دی، چې نور یې باطل او ځان ورته خارق العاده ښکاري. فردي لید د انسان پېژندنې هندارې په لاس کې اخیستې او نور پکې نه ښکاره کوي، هنداره کې یوازې ځان ویني او ځان ته د امن او خواخوږۍ الفاظ راباسي. په ځان د ټولې نړۍ د انسانیت لید تمام بولي. اخر ولې انسان د انسان په دروني زور او افکارو داسې لوبې کوي، چې انساني تعاملات یوازې د خپلې ګټې تر دایرې پورې انحصار او په خپل شاوخوا ختم بولي انساني عواطف یې د تنازل په حالت کې پریښي.

انسان په خپله د خپل وجدان قاضي دی، چې د دې له مخې د انساني افکارو په داخلي جوړښت باندې کار کوي. موږ باید په موږ کې فکر وکړو، چې ایا ژوند همدومره تر ما او که تر تا چاپېره دی؟ انسان چې کله له خودۍ را ووت؛ نو هله پوه شي، چې ژوند خو د کولو او یو بل منلو لپاره هم دی. د بشر په تاریخ کې دا یو اصل دی، چې فرد په درون کې ځان تر څنګ د بغاوت تخم هم شیندلی شي. موږ ولې د خپلې راتلونکې دښمن، د ماضي ملګري او د حال له اړخونو سره په ټکر کې یو. انسان خو د ژوند د نویو پړاوونو خوبونه او هیلې په رښتیا بدلول غواړي؛ خو دلته انساني مینه د تضاد او تقابل په هنداره کې ځلیږي. موږ ټول ژوند په تاثر او خواخوږۍ کې تېر کړ، هېڅ مو د مینې او ارامتیا ژوند کولو چل زده نه کړ، همدا لامل دی، چې په فردي زاویو کې بندیوان پاتې یو او تل له ځانه ناراضه یو؛ نو ځکه انساني ارزښتونو خپل حیثیت له لاسه ورکړی. د انساني افکارو په سپړلو او روزلو دومره چورت نه خرابوو، لکه یو د بل د ورکې او محوه کېدو په اړه چې خپل فکر مصروف ساتو. راځﺉ ځان له خپل ځان سره په خولا کړو؛ ترڅو د انساني ترحم خوږ تار د عواطفو له لارې وغځوو او یو بل ته د پرمختګ ذهنیت خور کړو او په لیدو د یو بل د ارامتیا احساس وکړو.