پر ټولنيزو رسنيو شخړه؛ طالبان او حکومت د کابل خونړي بريد په اړه يو - بل تورنوي 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د لړم)، د همدې اوونۍ په سر کې پر کابل پوهنتون خونړی بريد تر سره چې ۲۲ کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړ او نېږدې ۴۰ نور په کې ټپيان شول. د بريد قربانيان ډېری د ياد پوهنتون محصلين وو. 

د ياد بريد په غبرګون کې افغان حکومت پر سبا يې په ټول هېواد کې يوه ورځ ملي ماتم اعلان، طالبانو لاس لرل په کې رد او داعش ډلې يې مسووليت واخېست، خو پر ټولنيزو رسنيو د حکومت او طالبانو ترمنځ د ياد بريد په اړه ناندراۍ روانې دي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح بريد د طالبانو کار بللی او پر خپلې فېسبوک پاڼې يې لېکلي وو، چې د داعش په نوم د يوې اعلاميې په خپرولو سره طالبان نه شي کولی چې د بريد له مسووليت ځانونه خلاص کړي. 

د ولسمشر وياند صديق صديقي ويلي دي چې طالبانو د ترهګريزو فعاليتونو لپاره بستر پرانېستی دی او طالبان ترهګرۍ کې لوړ لاس لري. 

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين هم ويلي دي چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې پر کابل پوهنتون بريد کې طالبان لاس لري. آرين ويلي چې بريد پر ۴۰۰ بستريز روغتون طالبانو شوي بريد ته ورته والی لري. 

طالبانو بيا د بريد مسووليت رد کړی او ياد بريد يې جنايت بللی. طالب وياند نعيم وردګ رسنيو ته ويلي دي، چې طالبانو په څرګنده پر کابل پوهنتون بريد غاندي او يو بشري ضد جنايت يې بولي. 

پر ټولنيزو رسنيو يو شمېر نورو کسانو چې طالبانو ته نېږدې دي، پر بريد خواشيني ښوودلې ده او جنايت يې بللی دی. 

طالبانو په يوې خبرپاڼې کې په غېر مستقيم دول د داعش په اړه ويلي دي، چې ياد بريد د هغه چا کار دی چې ننګرهار او جوزجان کې يې ماته وخوړه او حکومت ورته پناه ورکړه.