مونږ نه ماتېدونکي یو 

مونږ افغانان یو، د کوچنیوالي نه  د ډزو د غږونو  سره بلد یو  د باروتو په  لوګیو کې لوی شوي یو د بېلابېلو میوو نومونه مو نه دي زده خو د بمونو  ډېر ډولونه  پېژنو ، مونږ د خپل  ذهني  تکامل له پاره کارتون نه لیده د ماینونو د پیژندلو اعلانونه به  مو لیدل زما  ښه   یاد شي کله  چې  کوچنۍ ووم ، د تلویزیون   په پرده د ماینونو د ډولونو د پیژندنې اعلانونه خپرېدل  نو  آبا جان به   مې ویل لورې!  دغه  اعلان ته ښه  غوږ ونیسه هسې  نه چې سبا دې  مخې ته داسې یو څیز راشي و ته  پرې پښه کېږدې و د خپل وجود یو مهم  غړی له لاسه  ورکړې وروسته  له  هغه  اعلان به   هغه  ویډیو خپره شوه  چې  کوچنی مکتب ته روان وي و په لاره یو قلم  پیدا کوي کله  چې  د قلم  سر خلاصوي  نو یوازې د کتابونو و کتابچو پاڼې یې دپتنګانو په څیر په هوا کې خواره  واره کېږي  د مکتب په  کتابونو کې هم د بمونو  د ډولونه  په  اړه لیکل  شوي  وو  زما ښه یاد شي چې زما د زیادترو کتابونو پوخ شین رنګه  ماین وو بمونه  مو لوستل،  بمونه مو لیدل ،  د بمونو په اړه  مو لیکل  او د بمونو سره به مو لوبې کولې ...

 ته مونږ  نه شې ویرولی
 ته مونږهیڅکله هم  نه شې ماتولای
مونږ د کوچنیوالي نه د  ستاسو وحشتونو په اړه  پوهېږو  د خپل هېواد په  بدبختۍ خبر یو  په میلیونونو کسان مو له لاسه  ورکړل ،خونې مو ویجاړې شوې، میندې مو بورې شوې، ښځې مو کونډې شوې،  بچي مو یتیمان شول خو بیا  دې هم  مونږ  له  خپلو ارادو  ونه شو  ګرځولای  اوس خو به  زمونږه  پیاوړتیا  درته ثابته  شوي وي   کنه ؟ اوس خو به دې منلي   وي کنه چې مونږ نه ماتېدونکي یو...

نن دې بیا  زمونږ  د قلم څوکه ماته  کړه خو دا درسره  ژمنه کوو چې په همدې قلم به  ستاسو د مرمیو څوکې ماتوو 
ته  مو ښوونځي سوځوه  مونږ یې رغوو 
ته مو د پوهنتون دروازې تړه مونږ یې بیرته پرانیزو 
ته مو کتابونه  سوځوه  مونږ یې بیا  چاپوو 
ته مو کتابچې پاڼې پاڼې کړه  مونږ یې ګنډو 

ته مو د قلمونو  رنګونه  وچ کړه   مونږ یې د خپل تن په وینو  ډکوو،لیکل پرې  کوو او زده  کړو  ته  مو پرمختګ ورکوو خو هیڅکلاً نه پرېږدو چې قلم مو  مات  او بې رنګه  شي 
هیڅکلاً نه پرېږدو چې د قلم ژبه مو ګنګه  کړې.

  مونږ په  ډېرې سختۍ خپل قلم  د ځنځیرونو څخه خلاص کړی  هیچا ته اجازه  نه  ورکوو چې بیا یې بندي کړي ته چې څه کولای شې  وکړه زمونږ  و ستاسو به  په همدې مقابله  وي تاسې یې ورانوئ  
مونږ یې ابادوو
تاسې یې ورانوئ  
 مونږ یې ابادوو
اخر به  د همدې قلمونو  په مرسته  یا  ماته ومنۍ او  یا به هلاک شئ!  
مونږ پیاوړي یو ...