مه ژاړه پښتو! 

مه ژاړه پښتو!
زه پوهېږم زه هم دردمنه یم ستا د بابا مرګ د ډېرو لېمې سرې کړي دي  هغه زیارونه چې ستا پلار جان د ستا په لویولو کې ګاللي د نړۍ هیڅ پلار نه دي ګاللي ،  هیڅ یوې لور داسې پلار نه لره، لکه ستا چې وو.

مه ژاړه پښتو!
زما یادېږي،  کله چې ته په خاورو و اېرو کې پرته وې د ګاونډیانو په شمول دې ډېرو لارویانو درباندې خندل ، ملنډې یې  وهلې د خیرنې و سپږنې په نامه یې په ټول کلي کې مشهوره کړې وې،  خو کله چې دې بابا جان په آس باندې له هغه ځایه تېرېده ستا د هغه حالت په لېدلو یې زړګی ټوټې ټوټې شو،  د لورینې احساس یې وپارېده ، د ډېر درد نه یې ، له  سترګو نه د اوښکو فوارې روانې شوې ، ورو ورو یې ستا په لور  قدمونه  واخیستل،  خپله توره یې  د ښي لاس نه  کیڼ لاس ته کړه،  تاته  نږدې شو،   کښیناست، ځیر ځیر  یې درته وکتل خو  ستا مخ دومره په چټلیو ککړ وو چې ستا څهره نه معلومېده هغه سره اوبه نه وې   نو خپل دواړه لاسونه یې  په خپل مخ تیر کړل،  خپلې اوښکې یې پاکې کړې او په نمجنو لاسونو  یې  ستا مخ پاک کړ که څه هم په  لومړیو کې ډېر پاک نه شو خو بیا هم هغه ته ستا د مخ ځلا و روڼوالی ښکاره شو، کله چې دې ښایست  ته ځیر  شو نو پوه شو چې،  ددې چټلیو ترشاه څومره ښکلا پرته ده بیا یې دا پریکړه وکړه چې تا ددې چټلیو نه وباسي، وروسته یې وار په وار ستا د بدن  له ټولو  خواوو  نه مرداریانې لرې کړې،  زرینې جامې  یې درته په تن کړې  په بېلابېلو   ګاڼو یې وپسوللې ته  هم ورته مسکۍ شوې،  د هغه  لاسونه دې  ونیول، له خاورو جګه شوې،  لومړی دې ورو ورو  ګامونه واخیستل  خو وروسته وروسته  بیا ښه ګړندۍ شولې ، د وخت په تېرېدلو یې  ډېره  شتمنه کړې،  احتیاجۍ نه یې وژغورلې ، خلکو ته یې دومره  وروپېژندې،   چې حتی  اوس نړیوال هم په دې  پوهېږي چې  د ښکلې  پښتو په نوم   کوم څوک شته.
مه ژاړه پښتو!
دا خو د خدای رضا وه چې ته یتیمه شولې دلته خو هیڅوک هم تر آخره ژوندي نه پاتې کېږي،  خو نیکان هغه دي چې داسې یوه لاره پرېږدي چې  نور هم پرې روان شي  او ګټه یې ورته ورسېږي ستا آبا جان خو دا ویاړ هم لري  خیر دی ای  پښتو! بس کړه نوره مه ژاړه. 
 
  ستا پلار به،  ستا  د  سلګیو په اورېدلو څومره ناارامه وي  ، خو  ته اوس  نیکمرغه یې، پخوا غوندې سپېره و  بې لاس و پښو نه یې،    ستا ښکلا د ګردونو له امله پټه نه ده،  ډېر  خلک تا پېژني،  درسره مینه لري،  اوس پخوا غوندې  کمزورې   نه یې،  اوس د یو ستر قوم  عزت یې، ستا له برکته ډېرو خپل هویت لاسته راوړ،  خیر که ځیني پردي پاله  دې اوس هم  کیسه کې نه دي،  په تا د بې عزتۍ تورونه لګوي او  تا کمزورې ګڼي  خو هغوی نادانه دي په دې نه دي خبر که تا د لاسه ورکړي خپل هویت د لاسه ورکوي ، که هرڅومره په نورو وویاړي و تا له نظره وغورځوي خپله له نظره غورځېږي نو ته په دی کار مه خفه کېږه ، ته  په دې کار نه سپکېږي ، ځکه ته له ذاته سپکه   نه یې  پېدا شوې  هغوی خپله خپل ځانونه سپکوي ، که هر څومره پردو ته پناه یوسي  خو په رښتیني بڼه،  ته د هغوی هویت یې ، د انسان هویت د لمر په څیر روښانه  وي اصل و نسب  په ډېرو جعلي تذکرو نه پټېږي.

مه ژاړه پښتو!
 راځه!  مونږ ته دې لاس راکړه،  مونږ هم ستا د پلار اولادونه یو ، د هغه له برکته مو ځانونه وپېژندل  مونږ دا منو چې  ستا قدر هغسې نه شو کولای خو دا  د ستا د  پلار بدبختي ده چې د داسې یو ویده قوم  څښتن  وو او ته هم  همدی  ویده قوم ته پاتې شوې ،زه پوهېږم اوس دې له ناچارۍ  مونږ ته  پناه وړې که څه هم ځیني ځیني  ستا لوپټه په نورو خرڅول غواړي خو مونږ به تر خپلې وسې هڅه کوو  تر   څو ستا هسکه لوپټه  تل هسکه پاتې شي  راشه  ګرانې!  لاس دې  راکړه چې ددې خاورو نه  پاڅېږو  و خپله لار ووهو خیر که ماښام دی و  کور  مو لرې دی   خیر که،  ډېره ناوخته شوې خو بیا هم که چټک ګامونه واخلو نو  خپل منزل ته رسېدلای  شو ...