پر کابل پوهنتون ننني خونړي بريد ته د افغان چارواکو غبرګونونه 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د لړم)، نن له غرمې وړاندې پر کابل پوهتنون بریدګر دننه شول چې يو شمېر محصلينو ته يې مرګ - ژوبله اړولې ده. د وروستيو شمېرو پر بنسټ ننني بريد کې ۱۹ کسانو ژوند له لاس ورکړی او ۲۲ ټپيان شوي دي، چې ډېره برخه کې يې د کابل پوهنتون محصلين او محصلانې دي. 

ولسمشر ماڼۍ د دغه بريد د غندلو ترڅنګ، سبا په ټول هېواد کې ملي ماټم اعلان کړی دی. د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ویرجنو کورنیو سره د غمشریکۍ او د دغې تروریستي پېښې قربانیانو ته د درناوي په موخه سبا سه شنبه د لړم ۱۳مه ملي ماتم اعلانوي او په ټول هېواد او له هیواده بهر ټولو سیاسي نمایندګیو کې به د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند شي."

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د بريد د غندنې ترڅنګ نننۍ پېښه يو بشري ضد عمل او جنګي جنايت بللی دی. نوموړي له افغان ځواکونو مننه کړې ده چې په چټکۍ يې عمل کړل، د کابل پوهنتون ډېری استادان او محصلين يې ژغورلي دي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح بيا دغه کار د هغه کسانو کار بللی دی چې د طالبانو په ډول فکر لري. نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "پر کابل پوهنتون ننني بريد زمونږ يوه ناکامي او انساني وير دی. دغه بريد د طالبانو او د طالبانو ورته وجدان ښيي."

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم نننۍ پېښه پر سختو کلمو غندلې ده او دا يې د افغانستان د سولې او ارامۍ د دښمنانو کار بللی دی. پخواني ولسمشر د جګړې له ښکېلو افغاني غاړو د سولې او خبرو له لارې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. 

د اسلامي جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس  عطا محمد نور پېښه غندلې ده او د سولې خبرو ته د هيلو هم مهاله يې دغه ډول بريدونه انساني جنايتونه بللي دي. 

احمد ضيا مسعود بيا دغه حمله د طالبانو کار بللی دی او لېکلي دي چې د يو بې وړتيا او بې کفايته حکومت له امله دغه ډول بريدونه تر سره کيږي. 

بيا له بلې خوا طالبانو د کابل ننني بريد کې خپل لاس لرل رد کړي دي او داعش ته په اشارې يې ويلي دي چې دغه بريدونه د هغه چا کار دی چې څه وخت وړاندې يې جوزجان او ننګرهار کې ماته وخوړه او حکومت ورته پناه ورکړه،