روهي (يوه نۍ/۱۱ د لړم)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي دي، چې له افغانستان د پاکستان غوښتنه او هلته د پاکستاني ملي ګټې يوازې دا دي، چې له افغانستانه د پاکستان ضد فعاليتونه او سياستونه تر سره نه شي.
نوموړي له اشپیګل مجلې سره په خبرو کې ويلي دي، چې زمونږ يوازينۍ غوښتنه دا ده چې د افغانستان له خاورې د هندوستان له خوا د پاکستان ضد عمليات او سياست وجود ونه لري.
لومړي وزير عمران خان ويلي دي، چې حکومت يې هر وخت د افغانستان د سولې په خبرو کې هڅې کړې دي او سوله ييز افغانستان پاکستان کې د سولې سبب کيږي.
نوموړي ويلي دي چې هندوستان افغانستان کې استخباراتي شتون لري او د افغانستان له خاورې د پاکستان ملي ګټو ته ګواښ او خطر پېښوي. له ده وړاندې نورو پاکستانيو چارواکو هم افغانستان کې د هندوستان سياستونو ته د شک په سترګه کتلي.
خو افغانستان هر وخت د پاکستان دا ادعاوې چې هندوستان له افغانستانه د پاکستان ضد فعاليتونه کوي رد کړي او په ورته وخت کې د افغانستان په کورنيو چارو کې د پاکستان له لاس وهنو سر ټکولی.
وروستي