
روهي (جمعه/۹ د لړم)، د هېواد په شمال او شمال ختيځ کې د آمو سيند له اوبو د کرنې برخه کې د ګټې اخېستنې په پار د اسيا پراختيايي بانک افغان حکومت سره ۱۸ مېلېونه امريکايي ډالر مرسته کړي.
د ياد بانک به نشر شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له يادو پيسو به د ځنګلانو د ساتنې برخه کې هم ګټه واخېستل شي.
د هېواد په شمال کې د آمو سيند اوبه له کرنيزو سيمو ډېرې ټيټې دي او پر همدې اساس په کرنيزه برخه کې ګټه اخېستنه ستونزمنه ده.