ولسمشر غني: خوست ولايت ته پاملرنه ډېروم 

روهي (جمعه/۹ د لړم)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني  تېر ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د خوست ولایت د متنفذینو او استازو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

ولسمشر محمد اشرف غني  د ياد ویډیو کنفرانس له لارې د خوستيانو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د بشریت د ستر لارښود د نېکمرغه میلاد د مبارکۍ ترڅنګ په خوست کې د وروستي برید له امله د اوښتو زیانونو تسلیت ووایه او خوست ولایت  ته د حکومت د زیاتې پاملرنې ډاډ یې ورکړ.

ولسمشر ويلي چې د لومړۍ لوا د قومندان د مقررۍ ترڅنګ به د راتلونکي کال بودجه کې د غلام خان بندر تاسیساتوته اساسي پاملرنه وشي او د ځمکې ستونزه به د خوست د خلکو په مرسته حل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني همدا ډول د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رئیس ته د خوست ولایت په محلي اداره کې د مثبتو بدلونونو او سرحدي ولسوالیو ته د زیاتې پاملرنې ترڅنګ لارښوونه وکړه چې د یاد ولایت مرستیال دې له خوست څخه د متنفذینو په ګده سلا وټاکل شي.