سیاسي موخې او که د جګړې امتیاز؟! 

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې په دواړو ښکېلو غاړو افغان حکومت ــ طالب استازي د روانې کشالې د ژر تر ژره د ختمېدو او یا هم لږ تر لږه د یوه اورکم باندې د تفاهم کېدو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او پر ګڼو نورو ولسوالیو تهاجمي بریدونه پیل کړي، چې له امله یې د ملکي تلفاتو سربېره دواړو غاړو ته مرګ او ژوبله اوښتي، د جګړې د خونړۍ کېدو له امله سلګونه او زرګونه کورنۍ خپل کلي او ولسوالیو پرېښولو ته اړ شوي دي. بې ځایه شوې ګډوال په خورا ناوړه او سختو شرایطو کې د ژوند شپې او ورځې تېروي په داسې حال کې چې د ژوند لومړني د اړتیا وړ موادو ته هم لاسرسی نه لري.

په ورته وخت کې په افغانستان کې روان بد وضعیت ته نړیوالې ټولنې هم اندېښنې او غبرګون ښودلی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې روان بد وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په دواړو ښکېلو غاړو یې د جګړې او روان تاوتریخوالي د کمولو غږ کړی دی. دا لومړۍ ځل نه دی، چې د یوناما، بشر حقوقو نړیوال سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو افغان جګړه جنګي جنایت یاد کړی دی، همداراز دیني علماوو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او یو بشري جنایت بللی دی.

نه یوازې اوس، بلکې په ۲۰۱۸ م کال کې د اسلامي هېوادونو دیني علماوو په کابل کې د دووه نیم زرو دیني علماوو په شاوخوا کې د قران، احدیثو او دیني نصوصو په رڼا کې یاده جګړه ناروا وبلله. همداراز څو ورځې وړاندې هم د بنګله دیش په پلازمینه ډاکه کې دیني علما په غوڅ اکثریت روانه جګړه غیر معقوله او ناروا عمل یاد کړ. د دې سره هممهاله افغان علماوو هم په هېواد کې په بېلابېلو ولایتونو کې د غونډو، لاریونونو او د جمعې د ورځې د منبر له لارې دیني علماءکرامو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او حرامه بللي ده. د افغانستان یو شمېر علما وایي: د قدرت د تر لاسه کولو لپاره روانه جګړه حرامه ده او د دې ترڅنګ یې په دواړو ښکېلو غاړو افغان حکومت او طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو د ژر تر ژره د پیلېدو غوښتنه هم کړي ده. دوی وایې دواړه لورې باید د سولې تاریخي او طلایي فرصت څخه ګټه واخلي او د سولې په ټپه ولاړې خبرې چې د یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي مخته یوسي.

اوس د سیمې هېوادونه او دننه په هېواد کې مضررې کړۍ غواړي چې د روان جنګ څخه د یوې سیاسي وسیلې او امتیاز په توګه کار واخلي، د همدې موخو لپاره یې جګړه خونړۍ او تاوده ساتلي. دوی په دا فکر کې دي، چې که سوله وشوه نو دوی به د سیاسي دستګاه، ډیالوک، واک او ځواک څخه لیرې یوې څنډې ته وساتل شي. افغان سیاسیون همدې موخې ته د رسېدو په موخه د سیمې هېوادونو ته د بېلابېلو موخو او بېلابېلو نومونو په پلمه خپلو د سفرونو لړۍ دوامداره ساتلي ده.
که په هېواد کې روان بد وضعیت او د بین الافغاني مذاکراتو مبهم برخلیک همداسې دوام وکړي، ممکن یو ځل بیا د نوییمو کلونو په څېر افغانان د خپلمنځي جګړو سناریو بیا تکرار کړي. ځکه مضر ګاونډیان نه غواړي چې په افغانستان کې د سوله او ثبات قایم او دایم شي.
په هیواد کې د یوې تلپاتې سولې، ثبات او پرمختګ په هیله