ډاکټر عبدالله عبدالله: حاجي عبدالحق یو غښتلی، رښتینی او صادق مجاهد و

روهي (څلور نۍ/۷ د لړم)، د نن د حاجي عبدالحق چې د حکومت له خوا ورته د ملت شهید لقب ورکړل شوی دی، ۱۹ تلین دی. 

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د حاجي عبدالحق د ۱۹ تلين په اړه پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "حاجي عبدالحق یو غښتلی، رښتینی او صادق مجاهد و."

د مصالحې عالي شورا په خبرپاڼې کې لېکل شوي دي، "حاجي عبدالحق یو غښتلی، رښتینی او صادق مجاهد و جې د هېواد د امن، سوکالۍ او ارامۍ ارمان یې درلود. هغه د همدې ارمان د تحقق لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او تر هغې چې د شهادت جام یې نوش ګړ."

ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي چې د ملت شهید عبدالحق کارنامې به د جهاد د سپیڅلي تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو لیکل شوي او تلپاتې به وي.