نېږدې لس ساعته جګړه وشوه؛ له عبدالله عبدالله پرته بل کوم کس د خوست تېرې ورځې پېښې ته غبرګون ونه ښوود

روهي (څلورنۍ/۷ د لړم)، تېره ورځ خوست ولايت کې د ځانګړو ځواکونو پر قطعې لومړی موټربم بريد او ورپسې جګړه پيل شوه، چې خوست ښاريانو ته یې مالي تلفات ورسول، لسو د بريدګرو په شمول د ځانګړو ځواکونو شپږ سرتيري ووژل شول او نېږدې نهه ولسي وګړي ټپيان شوي. 

خوست کې د تېرې ورځې پېښې پر بنسټ، خوست ښار تړل شوی وو او په ښار د جګړې څپه خوره وه. 

ولسمشر محمد اشرف غني، امرالله صالح، پخواني ولسمشر حامد کرزي، صلاح الدين رباني، عطا محمد نور او يو شمېر نورې حکومتي او سياسي څېرې چې هېواد کې د کوچنۍ او لویې پېښې وروسته اعلاميې خپروي او غبرګون ښيي؛ د خوست د تېرې ورځې په پېښې په اړه هېڅ نه دي ويلي. 

د حکومتي کسانو له ډلې يوازې د مصالحې عالي شورا مشر ‍داکټر عبدالله عبدالله د پېښې په اړه غبرګون ښوودلی دی او د خوست خلکو سره یې خواخوږي ښوودلې ده. 

د خوست تېرې ورځې بريد پر مهال خوستيانو د نورو ولايتونو سره په ژور توپير، د امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ او د وينې ورکولو په پار روغتونونو ته لاړ. 

که څه هم د حکومتي او سياسي کسانو په پيغامونو سره د جګړو د قربانيانو کوم درد نه دوا کيږي، خو د تېرې ورځې د پېښې په اړه د حکومتي او سياسي څېرو چوپتيا د يو شمېر خوستيانو د زړه بدۍ سبب شوی دی.