خان آغا رضايي پنجشيری دی؛ دی د ولسي جرګې د کورني او ملي امنيت کمېسيون رئيس او جنرال خوحشال سادات یې څارونوالۍ ته معرفي کړی 

روهي (دوه نۍ/۵ د لړم)، د ولسي جرګې د کورني او ملي امنيت کمېسيون رئيس خان آغا رضايي د پنجشير ولايت دی او له کابل ولايت څخه یې ولسي جرګې ته لار پيدا کړې ده. 

نوموړي پر يو مکتوب چې لویې څارنوالۍ ته لېکل شوی دی، د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ مشر، جنرال خوشحال سادات څارنوالۍ ته معرفي کړی دی. 

نوموړي په ياد مکتوب کې لېکلي دي، چې خوشحال سادات له دې وړاندې هم له قانون وړاندې چارې تر سره کړي او په څارنوالۍ کې څو دوسې لري. 

دغه تاجک تباره وکيل لېکلي دي چې خوشحال سادات دوه جرمنيان پرته له دې چې د افغانستان ويزې ولري، هېواد ته رادننه کړي دي. 
 


نوموړي لېکلي دي چې جنرال خوشحال سادات دنده ځنډول شوې ده او بايد څارنوالۍ کې په دې اړه سپيناوی ورکړي. رضايي دا تور هم پوري کړی دی چې پر جنرال خوشحال سادات د کمزوري مديريت شکايتونه شتون لري، په دې پار د ولسي جرګې د کورني او ملي امنيت کمېسيون ته وغوښتل شو، خو ورته حاضر نه شو. 

د ولسي جرګې ځينو نورو غړو بيا د خان آغا رضايي دغه پرېکړه د تعصب ډک بللی دی او ويلي دي چې دوی به د خوشحال سادات ترڅنګ ودريږي. 

وروسته له هغې چې خوشحال سادات تېر کال د احمد شاه مسعود د مړينې د تلين پر ورځ د احمد شاه مسعود هغه وير کونکي چې له قانون وړاندې حرکت کوي، وسلو سره ښار ته راوتل، هوايي ډزې او بې نظمي یې کوله؛ قانون پرې کړ، د جنرال خوشحال سادات پر وړاندې لسګونه سياسي دسيسې په لار واچول شوې. 

ټولنيزو رسنيو کې هم د جنرال خوشحال سادات پر وړاندې د ولسي جرګې د يو شمېر غړو ياد عمل تعصبي بلل شوی دی او د جنرال خوشحال سادات د ملاتړ ويل شوي دي.