جنرال خوشحال سادات چا او ولې څارنوالۍ ته معرفي کړ؟ 

روهي (دوه نۍ/۵ د لړم)، د ولسي جرګې يو شمېر غړو د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ عمومي مشر جنرال خوشحال سادات څارنوالۍ ته ور معرفي کړی دی. 

د ولسي جرګې د کورني او ملي امنيت رئيس خان آغا رضايي پر خپل ټوېټر لېکلي دي چې جنرال خوشحال سادات د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه دوه  جرمن وګړي پرته له ويزې هېواد ته را دننه کړي دي. 

د ولسي جرګې دغه کمېسيون د يادې موضوع په اړه جنرال خوشحال سادات د ځواب ورکونکې په پار ولسي جرګې ته غوښتي وو خو ويل کيږي چې نوموړی ورته نه دی حاضر شوی.

 ولسي جرګې يو شمېر نورو غړو بيا د ولسي جرګې ياده پرېکړه تعصبي بللې او ورته یې غبرګون ښوودلی دی. 

د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي په دې اړه پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکي دي، "د ملي ګټو ساتونکي پارلماني ګروپ د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو سرپرست وزیرانو او د ملي  امنیت د عمومي ریس کوربه وو.

د خوشحال سادات څارنوالي ته د معرفی کولو کار د قانون نه د بې خبري په نتیجه کې بې خبرو وکیلانو کړی چې صلاحیت یی نلري. 
 
ما هر وخت ویلی چی وکیلان مو باید با سواده ، با استعداده او هېواد پاله وي، بد بختانه د بعضو وکیلانو په رالیږلو کې ولس هم اشتباه کړي؛ څارنوالي ته معرفي کول یي د قانون له مخې نه دي شوي."

اصولي وړاندې زياته کړې ده، "موږ په ولسي جرګه کې د تعصبي برخورد مخې ته دریږو. کوم وکیل چې په قانون نه پوهیږي نو د قانون او د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو کورس به ورته دایر کړو. کمیسیون ته نه راتګ د استجواب لپاره دا مانا نه لري چې باید څارنوالي ته معرفي شي."

جنرال خوشحال سادات تېره کال د احمد شاه مسعود د مړینې پر ورځ چې د سنبلې اتلسمه وه، هغه خپلسري او قانون ماتونکي وځپل چې د کابل ښاريانو روحي او فزيکي امنيت یې ګدوډولو. 

جنرال خوشحال سادات له هغې ورځې د خلکو په زړونو کې ځای پيدا خو پر وړاندې یې لسګونه دسېسې جوړې چې په پايله کې یې دی د کورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي مرستيالۍ له دندې لېرې شو. 

اوس هم ويل کيږي چې د ولسي جرګې ځيني غړي په لوی لاس د جنرال خوشحال سادات پر وړاندې د دسېې جوړولو پلان لري، چې موخې یې قومي او ژبني تعصبات دي.