د هوا په سړېدو د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر لوړ شوی 

روهي (دوه نۍ/۵ د لړم)، د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر بنسټ تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د کرونا ويروس ۱۰۴ تازه پښې ثبت شوې دي. 

له تازه پېښو هرات (۴۱) کابل (۱۹)، بلخ (۹)، تخار (۷)، کندز (۷)، نیمروز (۲)، غزني (۱۷)، زابل (۱) او ارزګان کې هم يوه پېښه ثبت شوې ده. 

عامې روغتيا وزرات دا هم ويلي دي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي او ۲۴ نور درملنه شوي دي. 

د عامې روغتيا وزارت مسوولين په دې ټېنګار کوي چې د هوا په سړېدو سره شونتیا شته چې د کرونا ویرویس پراختیا به زیاته کړي.