روهي (دوه نۍ/۵ د لړم)، وروسته له هغې چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د يو وخت لپاره د کابل امنيتي چارو مسووليت په غاړه اخېستی دی، نن ورځ یې پر له پسې نهمه ناسته کړې ده.
امرالله صالح نهمه امنيتي ناسته کې يو شمېر مسايل شريک کړي چې د بې سندونو موټرونو موضوع هم په کې شامله ده.
امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې مالیې وزارت به بې سندونو او د یوې کیلۍ موټرونو ته د سندونو ورکولو بهیر چټک کړي.
همدا ډول د نن ورځې نسته کې د خیرخانې کوتل اړوند سیمو کې د هغه کسانو پر وړاندې د مبارزې ویل شوي دي، چې دولتي ځمکې غصب کوي او هغه وخت چې حکومت اقدام کوي نو يو شمېر بې وزله کسان یې په دې نوم چې هلته د دوی کورونه او استوګن ځایونه دي، ځای پر ځای کړی؛ د ښځو او ماشومانو له شور او وړاندې کولو په ګټې د حکومت د کار مخه نيسي.
ناسته کې بله پرېکړه دا شوې ده، چې د کابل ولايت هغه سيمې چې د داعش او طالبانو تر ګواښونو لاندې دي خلکو ته به د ځان ساتنې په پار امنيتي پلان ورکړل شي.
همدا ډول به د کابل ترافيک په ۴۸ ساعتونو کې د موټرونو د کنټرول طرحه وړاندې او شريکه کړي، چې په پايله کې به یې ښار کې د موټرونو ګڼه - ګوڼه کنټرول شي.
د نهمې امنيتي ناستې بله موضوع د پاکستان ویزې ګڼه - ګوڼه ښوودل شوې ده، او هغه کسان چې له دې لارې کمېشن کاري کوي، قانون به پرې پلی شي.
وروستي