په خوست، هرات، غزني او پروان ولایتونو کې ۱۲ کسان د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوې

روهي (یوه نۍ/۴ د لړم)، کورنیو چارو وزارت، په یوه خبرپاڼه کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو د ۱۲ کسانو د نیول کیدو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا چې یاد کسان یې د خوست، غزني، هرات او پروان ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي، چې غلا، اختطاف او نورې قضیې پکې شاملې دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201025_150048_137.sdoc-->