مهربانه مه اوسئ

موږ تل له دې وینا سره مخ یو،چې ټول دا خبره کوي، چې مهربانه اوسئ او تل  په نورو رحم ولرئ. مهربانه اوسېدل د انسان له پاره یوه ښه ځانګړنه ده او په ریښتیا هم باید انسان په زړه کې رحم ولري او پر نورو مهربانه وي، خو دا چې څه ډول مهربانه او تر کوم حده باید مهربانه اوسو او ځینې وختونه مهرباني موږ ته څه زیان لري او له کومو ستونزو سره مو مخ کوي؟ په دې لیکنه کې به یې منفي ټکو ته اشاره وکړو.

تل په نورو مهربانه اوسئ، خو دومره مهرباني نه چې ستاسې په زیان تمامه شي او تاسې د خپلې مهربانۍ له امله له ستونزو سره مخ شئ. پر نورو رحم کول او د مهربانه زړه درلودل زموږ د سپیڅلي پیغمبر حضرت محمد ( ص) له اعمالو او سنتو څخه دي، نو ځکه موږ باید په زړه کې رحم و لرو او پر نور مهربانه و اوسو.  

ارواپوه شرف الدین عظیمي  بیا وایي: مهربانه مه اوسئ: 
د دې خبرې مطلب ده نه دی، چې تاسې د نورو پر وړاندې هېڅ مهرباني او رحم مه لرئ. بلکې د دې خبرې مطلب دا دی، چې دومره مهرباني په چا مه کوئ، چې د مهربانۍ له امله ځان هېر کړئ او ځان ته زیان ورسوئ.

 تاسې به ځینې خلک لیدلي وي، چې څومره ښه ورسره کوې، په هغو نه وي معلومه او هغوی نوره بدي هم کوي. ځینې خلک اوس په تولنه کې ستا مهرباني او ښه والي ته داسې فکر کوي، چې ولا دا نه پوهېږي، زه چې هر څومره بدي ورسره وکړم دا خو بدي نه راسره کوي، دا په بدۍ نه پوهېږي. 
نو ځکه اورا پوهان دا نظر وړاندې کوي، چې له حده ډېره مهرباني پر چا مه لرئ، چې ستاسې خپله مهرباني ستاسې د ځوریدو لامل شي. 

ځینې مهربانۍ د دې لامل کېږي، چې یو څوک پر تاسې در رند شي او تل ستاسې له مهربانۍ څخه ناسمه استفاده وکړي.
 ځینې کسان به مو لیدلي وي، چې په یوه موضوع کې زغرده ځواب ورکړې، بیا جرات نه کوي، چې له تا سره بدي وکړي، خو ځینې چې د ښه والي او مهربانۍ له امله ورته څه و نه وايي، ییا په هغه انسان ور رند شي او تل به یې بې ځایه ځوروي. 

ځینې مهرباني يو انسان داسې هم ځوروي، چې ته له یو چا سره له حده زیات ښه توب وکړې، پر هغه مهربانه اوسې هغه بیا بله ورځ له تا سره بدي وکړی، دا حالت دې ډېر ځورونکی وي. 
یا  داسې هم کېدای شي، چې ته له حده زیاته مهرباني پر نورو ولري، خو کله چې ته کوم وخت یو چاته اړتیا پیدا کړې، بیا هېڅوک نه وي، چې پر تا مهرباني ولري او له تا سره مرسته وکړي، په دې وخت کې دې هم بیا خپله له حده زیاته مهرباني ځوروي. 

نو د دې له پاره چې نه ځان ته او نه هم نورو ته زیان ورسوئ؛ مهربانه اوسئ، خو له حده زیاته مهرباني پر چا مه لرئ. په هر کار کې باید منځلاري اوسو ځکه افراط او تفریط دواړه د انسان په زیان دي او انسان خوار او ذلیله کوي.