(د پښتو ژبې څرګندنه ( اصطلاح

په پښتو ژبه کې هغه ښکلي لڼد او مانا لرونکي الفاظ چې موږ لرو هغه د پښتو ژبې متلونه او ګړنې دی، چې هم د عامو خلکو له خوا په خبرو اترو کې کارول کېږي او هم په لیکلې بڼه د نظم او نثر په برخه کې د پښتنو لیکوالو له خوا کارول کېږي.

 دا چې څرګندنه یا اصطلاح څه دی او څه ځانګړنې لري په دې لیکنه کې څرګندنه او د څرګندنې ځانګړنې و پېژنئ. 

څرګندنه د وییونو او ګړونو ( مورفیمونو) داسې غونډ دی، چې د هغه په ذریعه یو انځور احساس یا یوه خاطره د بل چا فکر ته لېږدول کېږي؛ تر څو چې هغه هم د ده په شان فکر وکړي.
 لکه داسې چې یو څوک چاته وایی چې تل له خلکو سره ښه کوه او له چا سره بد مه کوه. نه دې دي اوریدلي چې وایی: ( خپل عمل د ې لارې مل دی) دغه راز ځینې متلونه هم د څرګندنو په قطر کې راځي. نو په دې ډول یې هم تعریفولای شو: 

هغه مجازي جمله یا عبارت دی، چې د هغه په ذریعه یوه مشوره ورکول کېږي یا هم کوم څه ویل کېږي. چې زیاتره وختونه هغه ریښتینې بڼه لري. 
لکه: 
د کبر کاسه نسکوره ده.
پلانی اوبیستانی سره نوک او اورۍ دي. 
پلانی او بیستانی که بد شي د یوې سوړې ماران دي او که ښه شی د یوې باغچې ګلان دي. 
په یوه ګل نه پسرلس کېږي 
دا یې هم په انارو 
ښه ښه دي بد بد دي 
خوند یې باران وړی. 
لیرې ځه ژر راځه 
د جولا منډه تر موږ پورې وي. 
وروري خوري به کړو حساب تر منځه 
دا او دې ته ورته ډېرې څرګندې دي، چې په پښتوژبه کې ډېرې کارول کېږي او په کوچنیو جملو کې لویې او پراخه ماناوې را اخلي. دا جملې یا عبارتونه لنډ وي، خو مانا یې پراخه وي. 
ځینې وختونه د پښتو ژبې ډېری متلونه هم د څرګندنې په ډول کارول کېږي. لکه په دې ځای کې هم چې د ( کبر کاسه نسکوره دی) متل د څرګندنې په ډول کارول شوی. 

                                             اخځونه 
۱ـ چمتو، محمد قسیم. ( ۱۳۹۸). پښتو تطبیقي غونډله پوهه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.