عمران خان: پاکستان کې د هغه افغانانو پر مړينې خواشینی يم، چې د پاکستان ويزې يې غوښتلې 

روهي (پنځه نۍ/۱ د لړم)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان جلال اباد  ښار کې د هغه افغانانو پر مړينې خواشيني ښوودلې ده چې د پاکستان ويزو د اخېستو پر مهال وژل شوي دي. 

نوموړي پر ټوېټر لېکلي دي چې ياده پېښه ورته د خپګان وړ ګرځېدلې او پېښه کې ټپيانو ته د ژر روغتيا هيله لري. کابل کې د اسلام اباد سفارت هم پر يادې پېښې خواشيني ښوودلې ده. 

تېره ورځ جلال اباد ښار کې د پاکستان ويزو د وېش پر مهال د ګڼې - ګوڼې له امله ۱۲ افغان ميرمنې وژل شوي او تر ۱۱ نور کسان چې ډېرۍ په کې ميرمنې دي، ټپيان شوي دي.