په ژبه کې ځینې داسې کلیمې دي، چې ماناوې یې سره ورته دي، خو مانا یې یو شان نه ده، چې د دې کلیمو په کارونه کې باید پاملرنه وکړو، دا چې په پښتو ژبه کې د پوښتنې او سوال کلیمه څه توپیر سره لري او څه ډول یې باید تر منځ توپیر وکړو په دې اړه به په دې لیکنه کې خپل معلومات وړاندې کړم.
د سوال کلیمه په اصل کې د دري ژبې کلیمه ده، چې په نوموړې ژبه کې هم د خیرات غوښتلو په مانا کارول کېږي او هم د پوښتنې کولو په مانا کارول کېږي، چې دې کلیمې په پښتو ژبه کې هم په همدې ډول دود موندلی. په پښتو ژبه کې دا دواړه کلیمې توپیر لري. په پښتو ژبه کې د پوښتنې کولو له پاره یا له یو چا څخه د څه پوښتلو له پاره موږ د پوښتنې کلیمه لرو او سوال بیا د خیرات غوښتلو په مانا کارول کېږي.
په پښتو ژبه کې د یو څه پوښتلو له پاره د سوال کلیمه مه کاروئ، ځکه موږ د دې کلیمې او مانا له پاره خپله یوه ښکلې کلیمه د پوښتنې په نامه لرو، چې باید و کارول شي او له بلې خوا د سوال کلیمه بیا د خیرات غوښتلو په مانا ده؛ چې که د پوښتنې د کلیمې پر ځای د سوال کلیمه و کاروو، بیا د خبرو او لیکلو په ترڅ کې مانیزه ګډودي را منځته کېږي. له بلې خوا که یو کس د پوښتنې پر ځای د سوال کلیمه و کاروي شخصیت یې ټیت راځي.
د بېلګې په دول: که یو څوک له چا څخه پوښتنه لري او ورته و وایی، چې زه له تا څخه یو سوال کوم، نو مقابل لوری کېدای شي، داسې فکر وکړي، چې دا له ما څخه خیرات غواړي. چې دا بیا ښه خبره نه ده، خو که و وایي چې پوښتنه در څخه لرم بیا هېڅ ستونزه نشته.
نو هڅه وکړئ چې د پوښتنې د کلیمې پر ځای د سوال کلیمه ونه کاروئ.
وروستي