په افغانستان کې د مطبوعاتو بهیر

رسنۍ د ټولیزو اړیکو د وسایلو په نامه یاديږي. 
په رسنیو کې راډیو، تلویزیون، ورځپاڼې، خبري اژانسونه، مجلې جریدې، او انټرنیټ شامل دي.

په هره ټولنه کې چې د رسنیو او مطبوعاتو شمېر زیاتیږي، په دومره کچه په عامه ذهنیت اغېزه کوي.

 په سراج الاخبار خپرونه کې د خپلې  لومړنۍ سرمقالې د پیل کلام په نامه په یوه برخه کې لیکي:
دا څرګنده خبره ده چې اخبارونه په دې وختونو کې د دولتونو او ولسونو د ژبې په توګه شمېرل شوي دي. اوسني وخت کې له وروسته پاتې او بدوي قومونو پرته داسې هیڅ یو دولت یا قوم نشته چې اخبار ونه لري. اخبار د خبر جمع  ده چې ضد یې بې خبري ده.
په افغانستان کې د مطبوعاتو پیل د لومړي ځل لپاره د امير شیر علي خان د دویمې واکمنۍ (۱۲۵۲- ۱۲۵۷ ه ش)  په وخت کې رامنځته شوی. په دې وخت کې د چاپ دري مطبعې موجودې وې. او دوه یې د مصطفاوي او مرتضاوي په نامه وې. او بله یې د شمس النهار مطبعه وه. د سمش النهار په مطبعه کې د شمس النهار جریده چاپېده. د شمس النهار مرتضاوي د مصطفاوي دریو اړو چاپخونو چاپ په ډبرینه توګه په مخ وړل کیده. خو په افغانستان د چاپ پیلامه له همدې دریو مطبعو څخه شوې ده. که څه هم د چاپ ظرفیت یې لږ وه. خو په افغانستان کې د ژورنالېزم په تاریخ کې روښان او څرګند بنسټونه ایښي دي.

شمس النهار به په اونۍ کې یو وار او یا به په پنځلسو ورځو کې یو ځل خپریده. داسې ویل کیږي چې شمس النهار تر څلوېښتو وارو ډېره نه وي چاپ شوي.
له د وروسته د (۱۹۰۶م، ۱۲۸۵ ه ش) د مولوي عبدالروف خاکي کندهاري په مسؤلیت د سراج الخبار افغانستان په نامه یوه جریده خپره شوه چې ډېر دوام يې ونه کړ او یوازې یوه ګڼه یې خپره شوه. او ورپسې (۱۹۱۹- ۱۹۱۸ م) کې د سراج الاخبار افغانیه په نوم خپرونه پیل شوه چې دا خپرونه په افغانستات کې د دومداره ژورنالېزم پیلامه هم ګنل کيږي. د دې خپرونې بنسټ د هیواد پیاوړی ژورنالېست او په افغانستان کې د ژورنالېزم پلار محمود طرزي کېښود.

د سراج الاخبار وروسته امان افغان په ۱۲۹۸ لمریز کال کې په کار پیل وکړ. چې دڅو کلونو په تیریدو  سره په ۱۳۰۷ لمریز کال کې  ورځپاڼې ته لوړه شوه. چې په معیار ډول  به یې بېلا بېل موضوعات خپرول، په امان افغان پسې د افغان په نامه خپرونه رامنځته شوه. افغان په افغانستان کې  لومړنۍ خپرونه ده چې د کلمې په رښتینې معنا د ورځپاڼې په شکل خپریدله. 

د افغان وروسته ابلاع وار راغی دغه خپرونه هم د ورځپاڼې په بڼه خپریده. چې په ۱۳۰۰ لمریز کال کې یې په خپرونو پیل وکړ. چې په ګڼې ګونې ځایونو کې به په دیوالونو ځړول کېده. 

په دورې کې د ابلاع حقیقت او اتحاد مشرقي ورځپاڼې او د غازي، اتفاق اسلام، ستاره افغان، اتحاد اسلام (بیدار)، اصلاح، طلوع افغان او ارشادلنسوان په نومونو اوونیزې خپرېدې. له دغې جملې څخه ارشادالنسوان د ښځو لپاره خپریده. چې په ۱۲۹۹ لمریز کال کې د اسما اسمیه په نوم یوې مېرمنې لخوا رامنځته شوه.

چې بیا وروسته د کورنیو اړو دوړ وروسته ( ۱۳۰۸ ـ ۱۳۴۳ لمریز) کې مطبوعات په دولت پورې محدود  وو. 

د ورځپاڼو په سر کې اصلاح ورځپاڼه بیا رامنځته شوه ورپسې انیس، کابل ټایمز او او جمهوریت په نومونو ورځپاڼې خپریدې. او د دې ترڅنګ په یو شمېر ولایتونو کې د اتحاد مشرقي، اتفاق اسلام، پروان، طلوع افغان، بیدار، اتحاد، وړانګه، ستوری، بدخشان، نیمروز، هلمند، سنایي او کندوز په نومونو خپرونې خپریدې. او ددې تر څنګ زیات شمېر مجلې او جریدې هم خپریدې. د افغانستان راډیو په لومړي ځل په ۱۳۱۸ لمریز کال کې خپرونې پیل کړې. چې په اوسنې حالت کې کارار لري. همدا راز د افغانستان ملي تلویزیون دستګاه د۱۳۵۶ کال په لومړیو کې ازمیښتي خپرونې پیل کړې. چې د وخت په تېریدو سره یې خپرونې د ورځې څو ساعتونو ته او اوس څلوریشت ساعته د نړیوالې شبکې په مټ خپرونې کوي. او نړۍ په ګن شمېر هیوادونو کې یې مینوال ننداره کوي.

  له د وروسته د اړتیا سره سم په ۱۳۱۹ لمریز کال کې  باختر خبري اژانس رامنځته شو. چې  باختر خبري اژانس د خپلو خبریالانو پرمټ یې له بېلا بېلو ولایتونو څخه خبرونه راټولول او د خپرولو لپاره به يې راډېوګانو  او خپرونو ته به یې ورکول.

د امیر امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د انيس په نامه د یوې خپرونې پیل د مطبوعاتو له ازادۍ سره وتړل شو. ددې  ترڅنګ د ۱۳۴۱- ۱۳۵۲ کلونو ترمنځ په هیواد کې شاوخوا ۳۰ ازادو خپرونو فعالیت کوه، چې بیا وروسته په ۱۳۸۱ لمریز کال په هیواد کې د بیان او مطبوعاتو  ازادي د دولت لخوا تضمین شوه. چې اوس د هیواد په پلازمینه کابل او ولایتو کې ګن شمېر راډېوګانې، تلوزیونونه، خبري اژانسونه مجلې ورځپاڼې خبري ویب سایټونه او داخلي او نړیوالې رسنۍ په کار  فعالیت کوي. چې شمېر یې تقریباً ۲۴۵۹ ته رسیږي، له جملې څخه يې په لسګونه خبري دي.  او ډېرې نورې یې  خپلو مینوالو لپاره په بېلا بېلو برخو کې کار کوي.  په پلازمینه کابل کې تلویزیوني شبکې

۱ـ سبا تلویزیون:
 سبا تلویزیون؛ په کابل کې په کال ۱۳۸۲ تاسیس شو. چې څلوریشت ساعته نشرات د کابل سربېر په اتلسو ولایتونو کې کوي. چې ۵۵ کسان پکې په کار بوخت دي.

۲ـ اریانا تلویزیون: 
اریانا تلویزیون په کال ۱۳۸۴ کې  په کار فعالیت وکړ. چې څلوريشت ساعته نشرات د  ټول افغانستان، په شمول په امریکا او اورپا کې کوي. د اریانا ترڅنګ اریانا نیوز څانګه هم لري چې ټول نارینه او ښځینه ۲۳۰ کارکوونکي لري.

۳ـ آیینه تلویزیون:
 آيینه تلویزیون؛  له کابله نشرات کوي چې په ۱۳۸۳ کال کې تاسیس شو. څلوریشت ساعته نشرات کوي چې د افغانستان د لسو ولایتو  په شمول د نړۍ په ۵۰ هیواد کې نشرات کوي. ټول ۱۲۰ کارکوونکي ښځینه او نارینه پکې کار کوي. او زیاتره خپرونې یې په ازبکي ژبه دي.

۴- تعلیمی او تربیتي تلویزیون: 
تعلیمي او تربیتي؛ دغه تلویزیون په ۱۳۵۷ کال کې پوهنې وزارت تاسیس کړ. ټول ۱۰۰ نفر کارمند لري.
 

۶ـ دعوت تلویزیون:  
دعوت تلویزیون؛ په ۱۳۸۹ کال کې تاسیس شو. چې له کابل څخه نشرات کوي. ټول ۴۲ کارکوونکي لري. دینې او تاریخي خپرونې کوي.

۷- فردا تلویزیون:
فردا تلویزیون؛ په ۱۳۸۶ کال کې په کابل کې تاسیس شو. څلوریشت ساعته نشرات کوي. د نشراتو ساحه یې د کابل ښار په شمول بلخ، کندز، سرپل، بغلان، دایکندي، بامیان او هرات ولایتونه يې د نشراتو تر پوښښ لاندې دي.

۸- ستاره تلویزیون: 
ستاره تلویزیون؛ د کابل څخه څلوریشت ساعته نشرات کوي. 

۹- شمشاد تلویزیون: 
شمشاد تلویزیون؛ په کابل ولایت کې په کال ۱۳۸۳ کې تاسیس شو. د تلویزیون مؤسسې الحاج فضل کریم دی. دغه تلویزیون څلوریشت ساعته خپرونې کوي. د افغانستان په شمول په زیاتر هیوادو کې نشرات لري.
۲۵۰ کسان کار پکې کوي. 

۱۰- شهر تلویزیون: 
شهر تلویزیون؛ په ۲۰۰۷ تاسیس شو. دغه تلویزیون څلوریشت ساعته نشرات کوي. د کابل په ګډون په  لسو ولایتونو کې نشرات لري. ۳۵  نفره کارمند لري. 

۱۱- طلوع تلویزیون:
طلوع تلویزیون؛ په ۲۰۰۳ کال کې تاسیس شو. دغه تلویزیون هم څلوریشت ساعته نشرات کوي. په ټوله نړۍ کې نشرات لري. او طلوع نیوز دغه تلویزیون بیا په ۲۰۱۰ کال کې تاسیس شو. دغه هم څلوریشت ساعته نشرات کوي. دغه تلویزیون د افغانستان په شمول په اروپا امریکا کې نشرات لري. 

۱۲- لمر تلویزیون: 
 لمر تلویزیون؛ په کال ۲۰۰۶ میلادي، توسط موبي ګروپ تاسیس کړ. دغه تلویزیون داخلي او خارجي کارکوونکي لري. لمر تلویزیون د افغانستان او نړۍ په سطخه یوه بهترین تلویزیوني شبکه ده.

۱۳- کوثر تلویزیون:
کوثر تلویزیون؛ په ۱۳۸۶ کال کې تاسیس شو. ۳۰ کارکوونکي لري. دیني نشرات لري. 

۱۴- افغانستان ملي تلویزیون:
د افغانستان ملي تلویزیون؛ د لومړی ځل لپاره د سردار محمد داوود خان په وخت کې په ۱۳۵۷ کال کې نشرات پیل کړل. څلوریشت ساعته نشرات لري. د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې نشرات کوي. ټول ۱۸۰۰ شاوخوا نفر کارمندان لري. 

 ۱۵- نګاه تلویزیون:
نګاه تلویزیون؛ څلوریشت ساعته نشرات لري. په  ۱۳۸۷ کال کې تاسیس شو. 

۱۶- نور تلویزیون: 
نور تلویزیون؛ په ۱۳۸۶ کال کې تاسیس شو. څلوریشت ساعته نشرات لري. د کابل په ګډون بلخ، هرات، ننګرهار، قندهار، کندز، او بامیان کې نشراتي پوښښ لري. ټول ۱۴۹ کارکوونکي لري. 

۱۷- نورین تلویزیون:
 نورین تلویزیون؛ په ۱۳۸۵ کال کې تاسیس شو. څلوریشت ساعته نشرات لري. د کابل په ګډون په ۱۷ ولایتونو کې نشرات کوي. ۱۰۰ کسان په کار پکې بوخت دي.

۱۸- هفت تلویزیون: 
هفت تلویزیون؛ په ۲۰۱۰ کال تاسیس شو. څلوریشت ساعته نشرات لري.  ۱۹ نفر کارکوونکی لري.

۱۹- وطن تلویزیون:
دغه تلویزیون؛ ۲۰۰۹ کال کې تاسیس شو. دغه تلویزیون د کابل په ګډون لوګر، پروان، کاپیسا، وردګ، کې نشرات کوي. ۴۱ کسان کارکونکي لري.

۲۰- وطندار تلویزیون: 
وطندار تلویزیون؛ په کال ۱۳۸۶ تاسیس شو. څلوریشت ساعته نشرات کوي. د کابل ښار ۳۱ کلیومتر لرو سیمو کې نشراتي پوښښ لري. ۹ کسان کارمند لري.

۲۱- ۱ تلویزیون: 
۱ تلویزیون؛ ۱۳۸۸ کال کې نشرات پیل کړه.څلوریشت ساعته نشرات کوي.

۲۲- ژوندون تلویزیون: 
ژوندون تلویزیون؛ په کابل کې اسماعیل یون تاسیس کړ. څلوریشت ساعته نشرات کوي. چې په زیات شمېر هیوادو کې لیدل کيږي.

۲۳- ګوربت تلویزیون:
 ګوربت تلویزیون؛ په ۱۳۸۹ کال کې تاسیس شو. چې دغه تلویزیون څلوریشت ساعته نشرات کوي. 

۲۴- کابل نیوز:
کابل نیوز تلویزیون؛ یو خبري چینل دی. چې په ورځنیو مسایلو تحلیلونه تحقیقات او راپورونه لري.

۲۵ـ پښتو تلویزیون:
پښتو تلویزیون؛ په کال ۲۰۱۰ میلادي کې تاسیس شو.څلوریشت ساعته نشرات کوي. 

۲۶- (میوند) MBN تلویزیون:
میوند تلویزیون؛ په کابل کې فعالیت کوي.  MBN تلویزیون څلوریشت ساعته نشرات کوي. 

۲۷- ۳ تلویزیون:
۳ تلویزیون؛ دغه لومړنی سپورټي چینل دی. چې په کال ۲۰۱۲  میلادي  کې تاسیس شو. 
څلوریشت ساعته نشرات کوي. 
 
۲۸- آریا تلویزیون: 
آریا تلویزیون؛ په ۲۰۱۱ میلادي کې نشرات پیل کړل. څلوریشت ساعته نشرات کوي. 

۲۹- خورشید تلویزیون:
خورشید تلویزیون؛ څلوریشت ساعته نشرات کوي. له کابل ولایت څخه.

په ولایتونو  کې مشهور تلویزیوني چینلونه.
انعکاس تلویزیون: له ننګرهار ولایت څخه څلوریشت ساعته نشرات کوي.

هیواد تلویزیون: له قندهار ولایت څخه څلوریشت ساعته نشرات کوي 

ارزو تلویزیون: له بلخ ولایت څخه څلوریشت ساعته  نشرات کوي. 

ددې ترڅنګ د افغانستان په څلورديرش ولایتونو کې ګڼ شمېر  غږیزې، انځوریزې، چاپیزې، او بریښنایي رسنۍ  کار کوي. او ورځې نه یې بلې ته شمېر په زیاتیدو دي. چې اوس مهال یې ډېر شمېر رسنۍ له مالي ستونزو سره مخ دي. که بهرنۍ مرستې پر دوي بند شي ورسره به ډېر شمېر رسنیو فعالیت به هم په ټپه ودریږي. یا به یې فعالیتونه محدود شي.