په پښتو ژبه کې عبارت او د عبارت نښې و پېژنئ

عبارت د وییونو او مورفیمونو داسې یوه ټولګه ده، چې په خپل منځ کې ګرامري اړیکه ولري، خو بشپړه مانا څرګنده نه کړي، ګردان شوی فعل هم ونه لري  او د جملې یوه برخه جوړه کړي او د یوه نوم، ستاینوم او کړول دنده ترسره کړي. لکه: کابل پوهنتون، میرویس روغتون، ښه خلک، تورې جامې. تېره ورځ، د سیند څپه او ...
د عبارت نښې: 
عبارت دا نښې او ځانګړنې لري: 
۱ـ عبارت د دوه خپلواکو او نا خپلواکو مورفیمونو له یو ځای کېدو څخه جوړیږي. 
۲ـ په عبارت کې تل یوه کلیمه د بلې تابع وي. 
۳ـ په عبارت کې د کلیمو او مورفیمونو تر منځ نحوي اړیکه تینګېږي. 
۴ـ عبارت نسبت کلیمې ته پراخه مانا لري.
۵ـ عبارت د غونډلې یوه برخه جوړوي یا هم د غونډلې یوه برخه ده. 
 عبارت بېلا بېل ډولونه لري، چې په ټوله کې عبارت په څلور ډوله ویشل شوی دی. 
۱ـ نوموال عبارت ۲ـ ستاینومیز عبارت ۳ـ کړولیز عبارت ۴ـ ګړنیز عبارت 
دا عبارتونه بیا په خپل منځ کې په بېلا بېلو ډولونو ویشل شوي دي. 
                                           اخځونه 
۱ـ چمتو، محمد قسیم. ( ۱۳۹۸). تطبیقي غونډله پوهه. کابل: جهان ړانش خپرندویه ټولنه