د فکر کولو او چرت وهلو د کلیمو تر منځ توپیر وکړئ  

فکر کول او چرت وهل دوه جلا کلیمې دي او جلا ماناوې لري. ځینې کسان  د دې دوه کلیمو تر منځ توپیر نه شی کوي او دواړه په یوه مانا او یا یو د بل پر ځای کاروي. دا چې فکر کول او چرت وهل څه مانا لري او د دواړو کلیمو تر منځ توپیر څه دی، په دې لیکنه کې دا دواړه کلیمې و پېژنئ او د دوی تر منځ پر توپیر ځان پوه کړئ. 

فکر کول: دا مانا لري، چې ته د یو څه په اړه فکر کوې سوچ کوې او له دې سوچ او فکر څخه یوه پایله اخلې، که هغه مثبته پایله وي او یا منفي. هغه کسان چې فکر کوي، په پایله کې یو مفکر ترې جوړیږي. فکر کول د یوه انسان له پاره ګټه لري او د هغه د پرمختګ لامل کېږي. 

چرت وهل: چرت وهل یا چرتي کېددل د تشویش له امله وي چې دا بیا د یوه انسان له پاره زیان لري. هغه کسان چې له ډېرو ستونزو سره مخ وي هغوی چرتي وي او چرت وهي، چې دا ډول چرت وهل کومه پایله نه لري. د چرت وهل د یوه انسان له پاره پرته له زیانه کومه ګټه نه لري. 

نو ویلو شو چې فکر کول او چرت وهل دوه جلا کلیمې دی او دا دوه کلیمې مه سره ګډوئ. ځکه هغه کسان چې فکر کوي، د هغوی کړنلاره یې د ژوند له پاره مثبت رول لوبوي او هغه کسان چې بیا چرت وهي دا یې بیا د ژوند له پاره یو منفي عمل دی او چرت وهل یوه انسان ته زیان لري. 

هغه کسان چې فکر کوي هغوی فکر کولو ته پریږدئ؛ تر څوله فکر کولو څخه مثبتې پایلې تر لاسه کړي، خو هغه کسان چې چرت وهي هغوی له چرت وهلو څخه و ژغورئ؛ ځکه ډېر چرت وهل د رواني ناروغۍ نښه ده او د انسان له پاره ډېر زیانونه لري.