حکمتيار اسلام اباد ته ځي؛ خو ولې؟ 

روهي (يوه نۍ/۲۷ د تلې)، د کلبدين حکمتيار نېږدې کسانو رسنيو ته ويلي دي چې ټاکل شوې ده چې په همدې اوونۍ کې به د افغانستان د اسلامي ګوند يا حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار اسلام اباد ته سفر وکړي. 

د اسلامي ګوند مرستيال حفیظ الرحمان نقي طلوع نيوز ته ويلي دي چې ګلبدين حکمتيار سبا دوه نۍ پاکستان ته ځي. نوموړي  ويلي دي چې د دغه سفر اجنډا طالبانو سره د سولې خبرې دي، چې له پاکستاني مقاماتو سره به پرې خبرې - اترې وشي. 

ځيني شنونکي بيا په دې اند چې د حکومت له کړۍ بهر سياسي شنونکي هڅه کوي چې د سولې خبرو کې څنډې ته پاتې نه شي نو په دې پار يو شمېر هېوادونو ته سفرونه پلان کړي دي. 

همدا ډول د رسنيو په راپورونو کې ويل شوي دي چې همدا اوونۍ به د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني هم پاکستان ته سفر ولري. 

دا په داسې حال کې چې د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله  څو اوونۍ وړاندې پاکستان ته په يو رسمي سفر تللی وو.