عبدالله عبدالله: ظريف ډاډ راکړ چې ايران د افغان سولې ملاتړ کوي 

روهي (يوه نۍ/۲۷ د تلې)، د حکومت د مصالحې عالي شورا ډاکتر عبدالله عبدالله نن ورځ په يو رسمي سفر ايران ته لاړ. عبدالله عبدالله په دغه سفر کې د ايران بهرنيو چارو وزير جاود ظريف سره کتلي دي. 

د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د ايران د حکومت په استازيتوب ويلي دي چې هېواد يې د افغانستان د سولې بهير ملاتړ کوي او دې برخه کې د سيمه ييز اجماع د جوړېدو لپاره کوښښونه کوي. 

عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې له ظريف سره په دغه لېدنه کې افغانستان کې د سولې روان بهير او پر وړاندې يې د سيمه ييزو خنډونو په اړه ايراني پلاوي ته مالومات وړاندې شول. 
ټاکل شوې ده چې عبدالله عبداالله به دغه لېدنه کې د ايران د ولسمشر حسن روحاني او يو شمېر نورو لوړپړو ايراني چارواکو سره خبرې تو ناستې ولري.