د بې سندونو موټرونوخاوندانو  ته د صالح خبرداری: موټرونه مو نيسم او پوليسو ته يې سپارم 

روهي (يوه نۍ/۲۷ د تلې)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د بې سنده موټرونو خاوندوانو ته خبرداری ورکړی، چې موټرونه قانوني او حکومت ته يې ماليه ورکړي. 

صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې که چېرې بې سندونو موټرونو ته سندونه جوړ نه کړي نو ترې وبه نېول شي او د پوليس په اخيتار کې به ورکړل شي. 

صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې کې دوه د واټس شمېرې هم شريکې کړې دي، چې د غلو او مجرمينو انځورونه او په اړه يې مالومات دې ور سره شريک کړي.