امريکا يې په غوسه کړې؛ ترکيې د روسيې  اس-۴۰۰ راکټ دفاعي سیستم ازمایلی

روهي (يوه نۍ/۲۷ د تلې)، د ترکيي رسنيو د مالوماتو اړوند د ترکيې پوځ دوه ورځې وړاندې د دغه هېواد په سنیوپ ولايت کې د روسيې  اس-۴۰۰ راکټ دفاعي سیستم ازمایلی. 

ترکيه او روسيه تر اوسه ترکيه کې د روسيې  اس-۴۰۰ راکټ دفاعي سیستم ازموينه په اړه چوپ دي خو د امريکا متحدو ايالتو غوسه پرې راپورته شوې ده. 

د متحدو ايالتو دفاع وزارت ويلي دي چې ترکيې د امريکا خبرداری له پامه غورځولی دی او دغه دفاع سېسټم يې ازموينه کړی دی. امريکايي چارواکو ويلي دي چې ژر به پر ترکيې نوي بندزيونه ولګوي. 

ترکيې نېږدې دوه کاله وړاندې له روسيې د اس -۴۰۰ راکټ دفاعي سيسټم د اخېستلو تړونونه لاسليک کړي دي.