په پښتو ژبه کې ټاکندویان ( Determiners) و پېژنئ

هر هغه خپلواک مورفیمونه چې له نوم څخه د مخه راشی او د نوم عامه جنبه روښانه کړي ټاکونکي ګڼل کېږي. 

یا په بل عبارت ټاکندوی هغه ویي دی، چې په یوه جمله یا عبارت کې د جوتیا، ناجوتیا، څومره والي او ملکیت له مخې د نوم بریدونه ټاکي. 

د پښتو ژبې تاکندویان بېلا بېل ډولونه لري، چې نومځری یا ضمیرونه، نومونه او ځینې شمېر نومونه په جمله یا فقره کې د ټاکندوی په توګه راځي. 

۱ـ اشاري ضمیرونه د ټاکندوی په توګه: 
ټول اشاري ضمیرونه ( دغه، هغه، هوغه) او اوښتې بڼې په جمله او فقره کې د ټاکندوی دنده  کولای شی او یا ټاکندوی واقع کېدای شي.  
الف: اشاري ضمیرونه په اره ( اصلی) بڼه د ټاکندی په توګه: 
دغه نجلۍ درس وایي.
هغه هلک لوبې کوي. 
هوغه سړی کار کوي. 
په دې درې جملو کې دغه، هغه او هوغه د ټاکندوی په بڼه راغلي او د نوم حالت او بریدونه یې روښانه کړي دي. 
ب: اشاري ضمیرونه په اوښتې بڼه د ټاکندوی په توګه: 
دغې نجلۍ درس ویلې.
هغې ښځې کالي مینځل
هغه هلک لوبې کولې.
هوغه هلک میړانه وکړه.
هوغې ښځې ډېر شور وکړ. 
په دې جملو کې دغې، هغې، هغه، هوغه او هوغې د ټاکندوی په بڼه راغلي دي. 

۲ـ مبهم ضمیرونه د ټاکندوی په توګه: 
مبهم ضمیرونه هم ډېری وخت په جمله او عبارت کې د ټاکندوی په توګه راځي. 
هر څوک په خبل کار ښه پوهېږيږ.
څه دا دي او څه نور.
 چا ویل؟ 
څوک راځي؟ 
هېڅ هم نه وایي. 
ځینې کسان په خوب کې خبرې کوي. 
دوی دې راشي. 
بل څه وایې؟ 
دا څه وایي؟ 
 په پورته جملو او عبارتونو کې هر، څه، هېڅ، ځینې، دوی، بل، دا او چا مبهم ضمیرونه د تاکندوی په بڼه راغلي دي. 

                                             اخځونه 
۱ـ چمتو، محمد قسیم. ( ۱۳۹۸). پښتو تطبیقي غوندله پوهه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه
۲ـ محبوب، محبوب شاه. ( ۱۳۹۶). پښتو ژبدود. جلال اباد: مومند خبرندویه ټولنه