
روهي (پنځه نۍ/۲۴ د تلې)، د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د کابل د امنیت د ټینګښت لپاره د غوره تدابیرو نیولو او امنیتي میثاق د تطبیق په موخه، امنیتي غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
ولسمشر غني امنيتي ځواکونو ته په لارښونه کې ويلي دي چې د کابل د امنیت په اړه دې لا زیاتې هڅې وشي او د جرایمو پر وړاندې دې جدي او عاجل اقدام وشي. ولسمشر ويلي چې د جرایمو پر وړاندې دې جدي او عاجل اقدام وشي.
ولسمشر محمد اشرف غني ويلي امنيتي چارواکو ته په لارښوونه کې ويلي دي چې د خلکو رواني امنیت خوندي او د کابل د امنیت په تامین کې دې له ټکنالوژۍ استفاده وشي، امنیتي میثاق دې په درست ډول عملي او دندې دې تفکیک شي، همداراز دې د کابل په پولیسو کې اساسي تغییرات راشي چې د جرمونو له بېلابېلو ابعادو سره مبارزه وشي.
دغه ناسته کې د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب ويلي، چې د امنیتي میثاق په چوکاټ کې د خلکو په همکارۍ په بېلابېلو جرمونو تورن ۱۷۳ کسان پولیسو ته معرفي شوي، ۶۹ تړونونه تازه لاسلیک شوي او په بېلابېلو برخو کې ۳۰۰ امنیتي کمرې نوې نصب شوي دي.