د افغانستان جغرافیه او که د جګړې لابراتوار؟! 

له کله نه هم چې په دوحه کې د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته شیبې لنډې شوې ورسره هممهاله په هېواد کې دننه جګړې زور اخیستی. 

هغه تپل شوې جګړه چې هره ورځ د افغانانو د مرګ او ژوبلې په لوړه بیه تمامېږي. جغرافیه د افغانستان ده او د جګړې بشري قوه هم د افغانانو څخه جوړه شوې ده. افغانان د دغې بدمرغې جګړې د سون توکي دي او زموږ جعرافیه هم د جګړې لابراتوار دی.

جنګي لابراتوار په دې مانا چې دلته څلویښت کاله جنګ او جګړې دي، وینې تویدل دي، وحشت او دهشت دی، انفجار او چودنې دي. د دې ټولو بدمرغیو ترڅنګ په افغانانو ډول ډول کیمیاوي وسلې او کمیاوي بمونه استعمال شول، ګومان نه کوم چې هېڅ هېواد هم یادې وسلې او بمونه په لابراتوارونو کې هم په ازمایښتې ډول وکاروي.

د یادو کیمیاوي او زهري بمونو په کارولو سره په زرګونه مړه او میلینونو نور ټپیان شوې، خو په سلګونو نور بیا د مرګ په هیله شپې سبا کوي نه د مرګ او نه هم د ژوندي پاتې کېدو دي. ژوند یې د بل د اوږو بار شوی.

جګړه ولس سوځوي، جګړه فقر او نیستې رامنځته کوي، جګړه ملي یوالی او ملي ارزښتونه تروړي، جګړه مافیایې کړۍ لاغښتلي او بېوسه افغانان نوره هم د بېوسۍ او فقر ګراف ته نېږدې کوي او د دوی نسبتاً شته وینې د میکروب او یا ژورې په څیر زبیښې.

همدا فسادګر، چپاولګر، مفسدین، افغان ضد او هېواد ضد عناصر او کړۍ دی، چې د افغانانو په وینو باندې ځانونه تغذیه کوي.

ولې د کلونو راهیسې افغانستان د جنګ ډګر پاتې شوی! ولې نشو کولای دغه تحمیل شوی جګړه هغو هېوادونو ته یوسو څوک چې د افغانستان پرمختګ، باقه، سوکالي او ثبات نشې زغملی او نه یې هم غواړي.

ایا زموږ ډیپلوماسي، نظامي تګلاره، ملي ولوله او ملي انګېزه دومره ضغیفه ده، هغه د پخواني ولسمشر حامد کرزي دا خبره مې په فکر کې بیا انګېزه وکړه، چې موږ افغانانو په ځلونو جنګونه ګټلې، خو د سیاست ډګر مو بیا په ځلونو نور ته بایللی دی.

تل له هرې ممکنې او ناممکنې لارې زموږ د جنګونو څخه سیمه ییزو هېوادونو ګټه اخیستې او د جګړې ممثریت همدوی ته ور په برخه شوی، موږ بیا تل د ناکامې پالیسۍ، غیر منظمو تګلارو، بې اتفاقۍ، ځانځانۍ او د نه همغمږۍ دسیسو ښکار شوې یوو، له دغو ستر ویاړونه څخه نورو ګټه اخیستې او دغه لوی ویاړونه یې په لوی لاس نورو ته پرېږي دي.

افغان ولس هم د غنم هغې دانې په څېر دی، چې د ژرندې د دوو پلونو ترمنځ را ګیروي د افغان ولس هم نوره د صبر او زغم کاسه ډکه ده، یو نیم نسل مو په جنګونو کې را لوی او دا دی بل نیم نسل مو هم عملاً د جنګ ترخه تجربه کوي.

فلهذاً جنګ د حل لاره نه ده، راځئ پر یوه ټغر او یوه دسترخوان سره راټول شو، ملي یوالي، ورورولۍ ته کار وکړو، نور د میلینونو افغانانو په برخلیک باندې ملنډې ونه وهو، نورې میندې بورې، خویندې ګونډې او ماشومان یتمیان نه کړو، خپلې میندې او خویندې د بل په دار کې سوال کولو ته مجبورې نه کړو.
په هېواد کې د یوې تلپاتې سولې او د یوه نوي سباوون د څرک په هیله.