رباني: جنرال تادین خان او د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لمسی (شهزاده مصطفی ظاهر) مې لیدو ته راغلي

روهي (څلور نۍ/۲۳ د تلې)، د کندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال تادین خان او د افغانستان د پخواني ټولواک محمد ظاهر شاه لمسی مصطفی ظاهر د جمعيت ګوند جنجالي مشر صلاح الدين رباني سره کتلي دي. 
 
صلاح الدين رباني پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د کندهار ولايت له يو شمېر نورو مشرانو ترڅنګ يې له جنرال تادین خان او شهزاده مصطفی ظاهر سره پر روان وضعيت خبرې کړې دي. 
 
صلاح الدين رباني چې له حکومت سره يې اړیکې خرابې او د جمعيت ګوند دننه يې درزونه راپيدا شوي دي، په دې وروستيو کې د لیدنو او کتنو لمن پراخه کړې ده. 
 
صلاح الدين رباني دوحه کې د سولې خبرو سره هم مخالفت ښيي او ويلي دي چې د ده د ګوند کوم استازی په کې نشته.