ازادي

هرڅوک خپل بار به پخپله تر منزل وړي
هیڅوک نه دی مکلف چې بار د بل وړي
د موسی او د عیسی لارې جلا دي
که ګنا ده که ثواب دی هرڅوک خپل وړي
هیڅوک نه څملي د بل سړي لحد کې
هر څوک خپله کارنامه د خپل عمل وړي
خپل عمل د لارې مل او د ژوند مل دی
په عبثه، څوک تقدیر ور سره مل وړي
هر څوک خپله لاره ښه ویني تر نورو
که تیاره وه بیا به لاره کې مشعل وړي
لاره مه نیسه د نورو پخپل لار ځه
ژوندون هر څوک پخپل هوډ او په تکل وړي
هلکان که پګړۍ ول کې کشمالي ږدي
نجونه پریږده چې ګلونه په اوربل وړي
چې رضا، خوښي او مینه سره ګډ، وي
ځوانان پریږده که کاله ته ځان کسل وړي 
ملا پریږده غرغړو ته په مسجد کې
ساقي پریږده چې جامونه تر محفل وړي
که تقدیر او د ملا فتنو ته کښینې 
هره ورځ دې لاس تړلي تر اجل وړي
ازادي د بل انسان لورنه، نه ده
ازادی انسان له پیله له ازل وړي
ازادي د مړه او ګونګ طبیعت سا ده
ازادي ټولنه مخکې پل په پل وړي
هیڅ بها له ازادۍ نه پورته نه شته
لوی دښمن دی دا بها چې په هرچل وړي
څوک طلا، څوک به الماس وړي په ډالۍ کې
شاعر پریږده چې ډالۍ کې خپل غزل وړي
زړه مې مینه کې بایللی له پخوا دی
لا مې مینه زړه، په حال او مستقبل وړي