کرزی د لوېدیځ او عبدالله د توطیی په وړاندې خنډ دی

سره له دې چې کرزي ، په اته کلنه واکمنۍ کې د هېواد ناورین د ژغورون لپاره ډېر طلايي چانسونه له لاسه ورکړي او په تېره بیا په واکمنۍ کې يي د پښتنو برخه خواره وه او په دې اړه د ډېرو نېوکو وړ دي ، خو بلخوا د هېواد د تجزيي او پاشلو په اړه  د نړیوالو او د هغو د کورنيو ګوډاګیانو د چلوټو په وړاندې لکه غر ولاړ دی .
دــهان ډېــــــرې خـــــبرې................. لور له لوره يي لښکرې
زړه مې نه خوري له ځايه................      غــر خو هسې وي کنه
خوشحال بابا
دا خو ټولو ته پته ده په افغانستان کې د ملګرو ملتو د څانګې پخوانی شړل شوی مرستیال پيټرګالبریټ چې یو وخت په کرواتیا کې د امریکې سفیر و ، ریچارد هالبروک د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې اوسنی ځانګړی استازی او د انګریز دیپلومات پډی شډاون ، دریواړو په ګډه پخوانۍ یوګوسلاویا ټوک ټوک کړه او په میلیونونو انسانان يي چې ډېری يي مسلمانان وو ، له تیغه تېرکړل .
نوموړي دریواړه چې د یوګوسلاویا په ویشلو کې يي پخه تجربه درلوده ، د لوېدیځ لخوا د افغانستان د ټوټې کولو لپاره په بېلا بېلو وختونو کې په دنده راولېږل شول .
انګریزي دیپلومات پډي شډاون ، کرزي له پيله ونه مانه او هغه يي له سخت مقاومت روسته رخصت کړ او د هغه پرځای ملګرو ملتو نارویجي تبع  ښاغلی کای ایدی د افغانستان لپاره خپل استازی وټاکه.
پيټرګالبریټ په ټولټاکنو کې د لاسوهنو او د عبدالله په ګټه د چنې وهلو د رسوایۍ له کبله ، د ملګرو ملتو سرمنشي ښاغلي بانکې مون لخوا په افغانستان کې له دندې ګوښه شو . همدارنګه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي هابروک هم د خپلو پټو چلوتو له کبله چې د افغانستان لپاره يي له ځان سره لري نه غواړي له کرزي سره ښې اړېکې ولري .
له ټاکنو مخکې او د هغو په بهیر کې موږ ولېدل چې نوموړي دریواړه څنګه د نظارشورا د مشهورو ډاکوانو عبدالله او د بلخ د والي عطامحمد نور سره په ګډه د کابل مرکزي حکومت پر وړاندې  په یوه لویه چلوټه کې شریک دي !
دا چې انګریزي ورځپانه اینډيپنډنټ روستیو کې د پډی شډاون له خولې لیکي : د افغانستان راتلونکي د ایتنیکي ګروپونو په غښتلتیا پورې تړلې ده ، نه د مرکزي حکومت په پياوړتیا » او یا په همدې ورځپاڼه کې بل ځای د ټولټاکنو په اړوند زیاتوي « دا ټولې قربانۍ ایا  په دې ارزي چې یو مرکزي حکومت دې په پښو ودریږي ، د داسې حکومت جوړول څه ګټه لري ! ؟ »
بلخوا بېځایه نه ده چې وویل شي د ورته اجندا لپاره په کابل کې د انګریز سفیر مارک سیدویل د بهرنیو چارو د وزارت له خبرتیا او ګډون پرته ،  شمال ته ناڅاپي سفر کوي او د بلخ د والي عطا محمد نور سره د پټو دروازو ترشا ویني .
همدارنګه د کابل مرکزي حکومت پرضد عطا محمد نور هغه مهال په خرمستیو او ګواښونو راځي کله چې نوموړی د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې د ځانګړي استازي هالبروک سره وویني .
د ټاکنو لومړی پړاو ، چې کرزي پکې په سلو کې له پنځوس ډېرې رايي وړې وې د همدې نړیوالې چلوټې لخوا د ستر ګواښ سره مخ شو ، خو د کرزي په هوښیارتیا او زړورتیا دا توطیه شنډه شوه .
په افغاني تلویزیونو او رسنیو کې د شننونکو لخوا څرګندیږي چې د عبدالله شا ته همدغه خبیثه ارواو سنګر نېولې ، ترڅو د ټاکنو دویم پړاو او په دیموکراتیکو او قانوني لارو د واک لیږد ته خنډ واقع شي. داچې عبدالله په دویم پړاو کې د خپل ګډون لپاره نه منونکي او نه ختمېدونکي شرطونه وړاندې کوي ، نوموړی د همدغه شیطاني ځواکونو په ملاتړ ګورګرې څنډي .
داسې ښکاري چې لوېدیځ ټولټاکنې د افغانستان د پاشلو د یوې وسیلې پتوګه وکاروي ، او د عبدالله په مشرۍ يي نظارشورا ددې چلوټې د پلي کولو لپاره وړ او مناسب ځواک راوړاندې کړی دی .
افغانستان سره  د لوېدیځ د روستیو ټګیو برګیو له کبله کرزی اړ شو چې د خپل دویم مرستیال خلیلي په مټ په شانګهايی تړون کې د افغانستان د غړیتوب خبره راپورته کړي . که څه هم افغانستان له اوږد مهال راهیسې د ناپيلتوب دودیز سیاست چلوي ، خو د افغانستان په اړه د لوېدیځ ناړامي او ناځوانی او د نظارشورا وطن پلورنه او د لوېدیځ د لاس اله ګرځېدنه ، هېواد دې ته اړباسي چې داسې یو ګام پورته کړي .
دا چې کرزی خپلو روستیو څرګندونو کې وايي چې امریکا د افغانستان لپاره د ډاډ وړ شریکباڼي نه شي جوړېدای ، په حقیقت کې کرزی اوس په افغانستان او سیمه کې د لوېدیځ او په تېره بیا د امریکې په موخو ښه پوهېدلای دی . که داسې سیاست چې هغه مرکزي حکومت پياوړی کوي ، د افغانستان په ملي ګټو ولاړ وي ، د هېواد ملي دريځ پیاوړی کوي او د ملي ارزښتونو ساتنه کوي ؛ د هرچا لخوا وپالل شي ، په تېره بیا د هېواد د لومړي شخصیت لخوا د پوره ملاتړ وړ دی .
پوخ باور دی که کرزی هر ملي او وطن پالونکی ګام پورته کړي ، د افغانانو د پراخ ملاتړ سره به مخ شي . د هېواد په وړاندې د هرې چلوټې په مقابل کې افغانان یو دي .
که افغانان او په تېره بیا پښتانه هر څونه لیوني شي ، کله چې د هېواد د شتون او ننګ پوښتنه رامنځ ته کېږي د ټولو ځواب یو دی !
درست پښتون له کندهاره تر اټکه.................... سره یو د ننګ په کار پټ و اشکار
خوشحال بابا
ما پخپلو لیکنو کې د کرزي پر شخصیت نه ، بلکې د کرزي په نیمګړتیاوو تل نېوکې کړي او بیا به هم دا لړۍ جاري وي ؛ خو د روستیو چلوټو د شنډولو ، د ملي یووالې او د ویاړلي افغانستان په سرلوړۍ کې د نوموړي روستۍ لاس ته راوړنې د قدر وړ دي .
هغه کسان او ډلې ټپلې چې د نظارشورا د وطن پلورنې له رسوايۍ سره سره بیاهم دې ګوډاګۍ ډلې سره په یوه جبهه کې ځي ، سبا ته د هېواد پر وړاندې د هر ناوړه برخلیک مسولین ګڼل کیږي . پکار ده چې ډېر ژر له دغې وطن پلورونکي جبهې څخه خپلې لیکې بېلې کړي !
اخځونه :
ټول افغان بریښپاڼه
افغان ــ جرمن انلاین بریښپاڼه
د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر ۲۸ مه
مرادزی