په پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو د ګډو زده کړو زیانونه

د هیواد په دولتي پوهنتونو کې نجونې او هلکان په ګډه په یوه ټولګي کې زده کړې کوي، دا چې دا ډول زده کړې څه زیان لري او د زده کړو سیستم ته یې څه زیانونه اړولي؛ زیان یې څه دی ؟ او دا زیان چا ته رسېږي؟ په دې اړه به خپل شخصي نظریات په دې مقاله کې وړاندې کړم. 

زموږ ټولنه یوه عنعنوي ټولنه ده، ډېری کورنۍ دا نه خوښوي، چې لور یې له  هلکانو سره په یوه ټولګي کې زده کړې وکړي؛ چې په پایله کې یې دا د نجونو او هلکانو تر منځ ګډې زده کړې د دې لامل شوي، چې ډېری نجونې له زده کړې بې برخې پاتې شي. ډېرې تکړه نجونې له دې امله پوهنتون ته اجازه نه لري او کورنۍ یې اجازه نه ورکوي، چې د نجونو او هلکانو ټولګي ګد دي. چې دا یو لوی زیان شه ځکه ډېری نجونې له دې امله له زده کړې بې برخې شوې، چې د هیواد په دولتي پوهنتونو کې د زده کړو سیستم ګد دی. 

بل زیان یې دا دی، چې زموږ ټولنه یوه منفي فکره ټولنه ده، که په ټولګي کې کوم استاد یوه نجلۍ د هغې د وړتیا له امله تشویقوي او هڅوي یې په دې برخه کې ډېری هلکان په هغې پسې منفي تبلیغات پیل کړي؛ چې دا هم یو لوی زیان دی. ډېری نجونې د ګډو زده کړو له امله فعالیت نه شي، کوي ځکه که دوی کوم فعالیت کوي، د هلکانو له لوري بیا هم منفي تبلیغات ورپسې پیل دی. له بلې خوا ګډې زده کړې د اخلاقي فساد لامل هم شوي، چې دا بیا یوه لویه ستونزه ده. که د اسلام له نظره ورته وګورو هم دا یوه غوره لار نه ده، چې نجونې او هلکان دي په یوه تولګی کې زده کړې وکړي. اسلام دا شی منعه کړي دي. ځکه هر هغه څه چې په ټولنه کې د فساد او فتنې لامل کېږي هغه عمل په اسلام کې منعه ده. دې ته ورته نورې ډېرې ستونزې دي، چې په پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو له ګډو زده کړو څخه را ولاړې شوي. 

که د نجونو او هلکانو ټولګي یو ځای نه وي نه به کومه نجلۍ له زده کړې بې برخې کېږي او نه به  له فعالیته پاتې کېږي، نه په ټولنه کې اخلاقي فساد ته لاره جوړیږي. دې خبرې ته که څوک پاملرنه کوي او که یې نه کوي، دا یو حقیقت دی؛ چې په پوهنتونو کې نجونې د ګډو زده کړو له سیستم څخه ډېرې په تکلیف دي او دوی یې له ډول ډول ستونزو سره مخ کړی.